<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-24 19:25:26    
د مرغانو دنيا په نامه د شنګ جين جهيل

cri

هر کال له مني څخه د دوهم کال تر پسرلي پوری د چين د منځنې برخې د ان هوی په ولايت کې د شنګ جين جهيل د طبيعت ساتنې سيمې ته په زر ګونو کډوال مرغان راځی . په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغې سيمې په هکله معلومات درکړو . (د مرغانو غږونه )

د دغې سيمې پراخوالی شاو خوا دېرش زره هکتارو ته رسيږي چې د هېواد په کچه د طبيعت ساتنې لويه سيمه ده او د کډوالو مرغانو د اوسيدو عمده ځای هم دی . هر کال په دغه سيمه کې يو سل او اويا ډولونه مرغان اوسېږي چې اکثريت مرغان د ليری سيبيريا ، مغولستان ، استراليا او له نورو ځايونو څخه دلته راځی.

د بيړۍ چلوونکي جانګ ان څای وايي له دېرشو کلونو راهيسی يې د جنګ جين جهيل د مسافرينو وړلو راوړلو په کار لاس پوری کړی دی ، هغه په دغې سيمې کې د بېلا بېلو کډوالو مرغانو په اړه معلومات را کوي . هغه وويل

ما يو ځل وليدل چې په زر ګونو مرغان په هوا کې والوتل چې ډېر ښکلي وو . د بېلا بېل ډولونو مرغانو په جلا جلا توګه الوتنه کوله ، د بېلګې په توګه ځينی وخت وحشی زاڼی د يوی کرښی په شان ځينی وخت د صليب په شان الوزي او ښکلي سپينې زاڼې په ډله ايزه توګه د يوې کرښې په شان الوزي .

د شنګ جين جهيل د طبيعت ساتنې يوه سيمه په دريو برخو ويشل کېږي چې مرکزی سيمه يې د مرغانو د راغونډيدلو ځای دی او هيڅ اوسيدونکی نشته ، د ازموينې

سيمه يې د ساتونکی سيمی په شاو خوا کې د هستونګيو ځای دی او بله هغه سيمه د دغو دواړو ځايونو په منځ کې ده . مسافرين د کډوالو مرغانو د ليدلو په ترڅ کې بايد د مرغانو راغونډېدو له ځای څخه خپل واټن وساتي چې د مرغانو پر عادی ژوند باندی د بدې اغيزې مخه ونيسي . د شنګ جين جهيل په غاړه کې ځينې لوړې ډډې شته چې د ښکلې منظرې او د مرغانو د ليدلو لپاره مناسب دی .

ميرمن ين لي چې په دغې سيمې کې د يو کال لپاره د مرغانو د څارنې په کار لاس پوری کړی.د شنګ جين جهيل ته د راتګ د يادونې په ترڅ کې وويل

ما يو ځل د جهيل په غاړه نژدی پنځوس زره مرغان وکتل . په هغه وخت کې مې ډېره خوشحاله وم چې د شيرينی خوړولو په شان احساسات مې درلودل .

ولی د ژمي په موسم کې دومره زيات کډوال مرغان د شنګ جين جهيل له سيمی څخه تيرېږي ؟ د ځايی کارپوهانو په وينا د شنګ جين جهيل سيمه يوه مهمه لنده سيمه ده چې د اوبو ژورتيا يې له شپږو مترو څخه ټيټه ده او د کډوالو مرغانو لپاره د اوسيدو ښه ځای دی . په دغې سيمې کې زيات واښه او په جهيل کې زيات کوچني کبونه او شرېمپ ، د واښو ريښې او وحشې سابه د مرغانو لپاره ډېر ښه خوراکونه برابروي ، د نی زيات بوټی د مرغانو لپاره له باد او باران څخه د پټولو لپاره يو ښه ځای ګڼل کېږي.

ښه طبيعی چاپيريال او د مرغانو منظرې له امله د شنګ جين جهيل په نړۍ کې ډېر مشهور دی . د کډوالو مرغانو د کتلو په مهال زيات شمېر چينی او بهرني څيړوونکي او سيلانيان په ځانګړې توګه دغې سيمې ته ورځی او مرغان ګوري . د دغې سيمی د اداری څانګې مشر چنګ يوان چي وويل

د نړۍ د طبيعي صندوق کارکوونکي ښاغلي جيم هاريس د شنګ جين جهيل له سيمی څخه د ليدنې کتنې په وخت کې د دومره زيات شمېر مرغانو او د مرغانو د ډولونو په هکله ډېر حيران و . په تېره بيا هغه يو ځل دری سوه سپين سر لرونکی زاڼي او دوه سوه ختيځ سپينې هيلۍ وليدلې ، نو د دغې سيمی ډېره ستاينه وکړه . ورپسی د استراليا او روسيی د مرغانو کارپوهانو او د نورو هېوادونو کارپوهانو او خبريالانو دغې سيمې ته سفرونه وکړل .

ګرانو اوريدونکو ، که تاسی د مرغانو له ليدلو سره مينه لرئ ، د مرغانو دنيا په نامه د شنګ جين جهيل ته ورشئ!