<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-24 19:30:27    
غدار او مکار سوی دری غارونه لری

cri

وايی چې پخوان د فون حوان نومې يو سړی د چی مملکت د صدر اعظم تيان ون وابسته و، يوه ورځ تيان ون ورڅخه غوښتنه وکړه چې د ده په نمايندهګۍ د ده سيرۍ ته لاړ شی، څو چې د سيرۍ له مزدورانو څخه د پور پيسې ترلاسه کړی. له خوځيدو مخکی فون حوان له صدر اعظم څخه تپوس وکړ چې په اخيستل شويو پيسو ستاسو لپاره څه شيان واخلم؟ تيان ون ځواب ورکړ چې هغه شی چې زمان په کور کې نشته.، وا يی خله. کله چې فون حوان سيرۍ ته ورسيد. مزدورانو ته يی د پور د فسخولو اعلان وکړ او د پور لسناد يی هم ځای پر ځای وسوزول. مزدوران د خوشحاليو نه په جامو کې نه ځاييدل او د صدر اعظم د عمر د اوږدوالي دعا يی کوله، فون حوان چې خپله وظيفه يی تر سره کړه، ژر بېرته پلازمېنې ته راستون شو. تيان ون له ده سره د ملاقات په وخت کې پوښتنه وکړه چې زما لپاره دی څه شيان اخيستي دي؟ فون حوان ځواب ورکړ چې تاسی مخکی ما ته ويلی و چې هغه شی چې ستا په کور کې نشته، وا يی خله. نو فکر می وکړ چې ستا په کور کې هر ډول قيمتی شيان شته دي، خو عدالت او ادب نشته. ما همدا اوس ستاسو لپاره عدالت او ادب اخيستی دی. تيان ون د ده خبرو په اوېدو ډېر په قهر شو، خو هېڅ چاره يی نه درلوده. لږ موده وروسته تيان ون ناڅاپه د صدارت له وظيفې نه برطرف شو. کله چې هغه خپلې سيرۍ ته لا نه و رسيدلی، د ځای زاړه واړه ښځې او نارينه د لارې په دواړو غاړو ولاړ وو او د ده هرکلی يی کاوه. په دې وخت کې تيان ون فون حوان ته وويل اوس می هغه عدالت او ادب وليد چې تا زما لپاره اخيستی و. فون حوان په صراحت سره ور ته وويل چې غدار او مکار سوې دری غارونه لری. څو چې له مرګ نه ځانی وژغوری. نن تاسی يوازی يو غار لری، نو نشی کولی په ارام زړه ويده شی. پری می ږده چې ستاسو لپاره نور دهوه غارونه وکينم. لږه موده وروسته فون حوان بيا د تيان ون لپاره دوه ستر ګارونه تر سره کړي دي. وروسته له دې قصې څخه يو متل جوړ شو چې وايی غدار او مکار سوی دری غارونه لري. دغه متل د هغو کسانو په باره کې ويل کيږی چې د ځان د پټېدو لپاره څو ځايونه لري.