<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-25 19:14:33    
د چين او فرانسې ترمنځ کلتوري تبادله

cri

د روان کال له اپرېل څخه تر اوسه پوری د چين په څوارلسو ښارونو کې د فرانسې د موسيقۍ،شعرونو،فلمونو او عکسونو په اړه نژدی سل فعاليتونه تر سره شوي چې د خبری رسنيو او وګړيو پاملرنه راجلب کړي ده. هغو چينايانو چې د فرانسې له کلتور سره مينه لري، د دوه زره او اوم کال کې په پسرلي کې د دوهم ځل لپاره د دغه هېواد له کلتور څخه خوند اخيستی دی.

همدااوس مو د شه هو په نامه د موسيقی يوه برخه واورېده چې د چين او فرانسې د هنرمندانو له خوا په ګډ غږول شوی ده. د دواړو هېوادونو د موسيقۍ پوهانو ترمنځ همکارۍ ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. يوې نندارچۍ وويل دغه ننداره ډېره تازه ده چې نه يوازی د چين دوديز کلتور بلکې يو شمېر عصری توکې هم پکې شامل دي. ما د لومړی ځل لپاره دغه ډول موسيقی واورېدله او زما لپاره ډېره تازه او اغېزناکه ده.

په بېجينګ کې د جونګ شان په نامه د موسيقۍ تالار مرستيالې مېرمن جو جين په دوه زره او څلورم کال کې د فرانسې د موسيقې له ټولنې سره په همکارۍ پيل وکړ او هر کال يې په دوبي کې د موسيقۍ دروازې د پرانيستنې په اړه يو لړ فعاليتونه تر سره کړي چې په دغو فعاليتونو کې يې چينی وګړيو ته په عمده توګه د فرانسې د موسيقۍ په اړه څه معلومات ورکړي دي. سږ کال په دغه تالار کې د جاز په ګډون د فرانسې موسيقی په اړه څو نندارې هم تر سره شوي دي. د مېرمن جو جين په اند د دغه ډول يو لړ فعاليتونو تر سره کولو له امله د فرانسې موسيقی په هکله د چينی اورېدونکيو پوهاوی او پېژندنه پياوړی شوي دي. دې وويل زمونږ لپاره دا يو ښه فرصت دی او وياړم چې په دغو فعاليتونو کې ګډون کوم. زه به په راتلونکی کې چينی اورېدونکيو ته د موسيقۍ ډېر زيات ښه اثرونه وروپېژنم چې د چين او فرانسې په ګډون د اروپا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د موسيقۍ همکاري نژدی شي.

د چين او فرانسې ترمنځ د موسيقۍ همکارۍ په پرتله د ژباړې په ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادله له شلمه پيړۍ راهيسی ډېره نژدې شوې ده. د بېلګې په توګه په تېره پيړۍ کې د چين يو لړ ژباړونکيو د فرانسې مشهور اثرونه او ليکوالان چينی لوستونکو تهوروپېجندل چې د پلار ګوريوت او د نوتری دام شاکوپی په ګډون يو لړ نامتو اثرونه د چين د منځنيو او کوچنيو ښوونځيو په درسی کتابونو کې ليدل کېږي.

په بېجينګ کې د فرانسې په کلتوری مرکز کې د شعرونو د لوستنې ټولنه د دواړو هېوادونو شاعرانو،ادبيانو او ژباړونکو ته د تبادلې يو ښه فرصت برابروي. د چين او فرانسې شاعران د خپلو مينه والو اثرونه لولي او بيا يې يو د بل لپاره ژباړي. انځورګران هلته انځورونه کاږي او عکاسان د عکسونو په اخيستلو بوخت دی

د بېجينګ د فلم په پوهنځی کې د سفر په نامه د عکسونو يو نندارتون تر سره کېږي. زده کوونکو د دغه نندارتون له لويدو وروسته څرګنده کړه دغه شان فعاليت د بېلا بېلو هېوادوالو ترمنځ د پوهاوي د پياوړتيا لپاره ګټور دی.

زما په اند دغه نندارتون ډېر ښه دی.چينی زده کوونکی کولای شی چې فرانسې ته سفر وکړي او د فرانسې زده کوونکی هم کولای شی چې چين ته راشي . نو دواړه خواوی به د بل هېواد دودونه او د وګړيو ژوند په ښه ډول وپېژني چې دا به د هنرمندانو د نوښت لپاره ډېر ګټور وي.

د بېجينګ پوهنتون يو پروفيسر چې نوم يې دونګ چيانګ دی،څرګنده کړه په ورستيو کلونو کې په چين او فرانسه کې بېلا بېل فعاليتونه تر سره شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادله پياوړې شوې ده. خو د ده په اند داسی فعاليتونه کافی نه دی. هيله يې دا ده چې د تاريخ،جغرافيې او سياست په اړه د معلوماتو ورکولو په ګډون يو شمېر بنسټيز کارونه په ښه ډول تر سره شي.