<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-25 19:18:59    
په چين کې د افغان لوبغاړي اتلولي

cri

دبهرنيان په چين کې د پروګرام درنو اورېدونکو ښې چارې،خو شحال تايب يم ددې لړۍ د يوبلې کړۍ په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې،محترمو دوستانو پدې وروستۍ اونۍ کې په بيجينګ کې تر ټولو تودې خبرې د تکواندو د سپورت د نړيوالو سيالو په هکله وې چې همدلته ته په بيجينګ کې ترسره شوې،او د خوښۍ وړ خبر خو دا وه چې پدې سياليو کې دنورو ١٨٢ هيوادونو د لوبغاړو په ډله کې افغان لوبغاړو هم ګډون کړی وو او خدای شته چې ښه وځلېدل،او له خپلو ځانونو څخه يې ښې سپورتي وړتياوې ښکاره کړې،دغه لوبې د بيجينګ ښار د چامپينګ سيمې په لوبغالي کې تر سره شوې،اوو تنو افغانانو چې له هغې ډلې څخه يې يوه نجلۍ هم وه په بيلابيلو وزنونو يا کچو سيالۍ وکړې،چې د لوبې په دوهمه ورځ يو تن افغان تکواندو کوونکی پدې وتوانيد چې د لبنان،کويټ،روسيې،امريکا او ايران لوبغاړو ته ماتې ورکړي،او په په ډېر لږ توپير سره يې لمړی ځای تايواني لوبغاړي ته پريښود او پخپله يې دوهم ځای ونيو او د سپينو زرو مډال ګټونکي شو،دغه لوبغاړی نثاراحمد بهاوي نوميږي،ښاغلي بهاوي وايي پدغه لوبه کې دده د برياليتوب لامل د ده د خپل زيار د اړوندو استادانو د سمو لارښوونو او د افغان خلکو او په تيره بيا د ده د مور د دعاګانو ثمره ده،دی وايي چين ته دده سفر ډېره ښه پايله درلوده ځکه تر دې دمه په نړيواله کچه د تکواندو په برخه کې د افغانستان لوبغاړو کومه د پام وړ لاس ته راوړنه نه درلوده

ژباړه: تر اوسه پورې افغان لوبغاړو د تکواندو په لوبې کې نړيوال مډال نه وو تر لاسه کړی،نو ما هم هوډ وکړ چې د ټولو هغو کسانو دا هيله پوره کړم چې غوښتل يې افغان لوبغاړي هم نړيوال مډال ولري،چې د خداي په فضل مې دا بريا حاصله کړه،

اوس مهال افغان لوبغاړي په بيلابيلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي،سم او منظم خوراکي پروګرام نلري د تمرين کولو د مناسبو ځايونو له کمښت سره مخامخ دي،سپورتي وسايل يې ډېر کم په واک کې شته او دې ته ورته په لسګونو نورې ستونزې،ښاغلی بهاوي وايي موږ ددې ټولو ستونزو سره سره بيا هم پدې وتوانيدلو چې خپل هويت نړيوالو ته څرګند کړو،حال داچې که نور لوبغاړي زموږ پر ځای وي نو ښايي په ډېره ټيټه کچه هم لوبو کولو ته تيار نشي،

ژباړه: که موږد نورو هيوادونو لوبغاوړ ته د خپلو سفرونو پر مهال ووايو چې موږ په څه ډول ځايونو کې خپل سپورتي فعاليتونه او تمرينونه ترسره کوو، څه ډول خواړه خورو او يا هم له موږ سره د دولتي چارواکو مرستې په کومه ټيټه کچه کې دي نو ښايي هغوي حيران پاتې شي،دا چې زموږ لوبغاړي يوه يا دوه سيالۍ هم ګټي ډېره لويه خبر ده او په نړيواله کچه برياليتوب خو پر ځای پريږدئ.زموږ ملي لوبډله د تمرين کولو لپاره هيڅ مناسب ځای نلري،د مياشتې اوه سوه افغانی د عصرېې يا د خوراک لپاره راکول کيږي چې ډېرې لږ دي،او هيڅ کفايت نکوي،خو بيا هم غواړو چې په نړيواله کچه سيالۍ وګټو.

نثار احمدي بهاوي مخکې هم په بيلابيلو هيوادونو لکه روسيې،تايلند،سريلانکلا،قطر،سعودي عربستان او يو شمېر نورو هيوادونو کې د سرو زرو،سپينو زرو او برونزو مډالونه ګټلي،چې دا وروستی يې په نړيواله کچه ډېر لوړ او له وياړه ډک مډال ګڼل کيږي،کله مې چې له نوموړي څخه وپوښتل چې تا خو ډېرو هيوادونو ته سفرونه کړيدي،او د مختلفو هيوادونو خلک دې ليدلي،او اوس دلته چين ته راغلی يې،د چين او هغو نورو هېوادونو د خلکو په چال چلند کې څه توپير موجود وو؟ ښاغلی بهاوي يې په ځواب کې وايي:

ژباړه: چينايانو په رښتيا سره زموږ څخه ډېره ښه ميلمه پالنه کړې،ډېر ښه چال چلند او اخلاق لري،يعنې هر څه يې بې حده ښه او په زړه پورې دي،زه ډېر زيات ورڅخه خوښ يم او هر چېرې چې تللی يم ددوی له ميلمه پالنې څخه مې يادونه کړې چې د چين، کوريا او جاپان د خلکو چال چلند ډېر ښه او له مينې څخه ډک دی،

محترمو اوريدونکو تاسو به خبر ياست چې د ٢٠٠٨ کال د المپيک نړيوالې سيالۍ هم دلته د بيجنګ په ښار کې تر سره کيږي او لا له مخکې د هغو لپاره تياريانې پيل شويدي،په هغو لوبو کې به د بيلابيلو ورزشي څانګو لوبغاړي ګډون وکړي او د خپلو هيوادونو لپاره به وياړونه وګټي،ښاغلي نثار احمد بهاوي هم وايي چې دی هيله مند چې د ٢٠٠٨ کال په سپورتي لوبو کې د ګډون زمينه ورته برابره شي،او پر دې وتوانيږې چې له هغو لوبو څخه هم يو وياړ لاس ته راوړي:

د هر لوبغاړي وروستۍ هيله داده چې د المپيک په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي که خدای کول او د ګډون ونډه پکې راکړل شوه،بيا به هم چين ته راشم،او ډېر به خوښ اوسم.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو او محترمو اوريدونکو دا وو چين ته د راغلي تکواندو کار ښاغلي نثار احمد بهاوې سره د مرکې لنډې برخې چې تاسو واوريدې،هيله ده چې ستاسو د پام وړ ګرځيدلي وي،نو په همدې سره د دې برخې وخت هم پاي ته رسيږي ،په پاک او مهربانه رب مو سپارم.سوکاله اوسئ.