<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-26 18:15:02    
د چين حکومت بزګرانو ته روزنه ور کړې ده

cri

له تېر کال څخه د چين حکومت په بی وزليو سيمو کې د زياتو وزګارو بزګرانو د استخدام د زياتوالی لپاره يو پلان پلی کړی څو چې د کسبی روزنې له لاری لازيات بزګران استخدام شی .د چين د دولتی شورا د بی وزليو سره د مرستې ادارې چارواکي ليو فو هه زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د دغه پلان له مخې به له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پوری پنځه مليونه بی وزلی ځوان بزګران استخدام شی .

ښاغلی ليو زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل له دغه پلان سره سم به په بی وزليو سيمو کې ځوانو بزګرانو ته فنی روزنه ور کړل شی او د روزنې موده به له درو مياشنو څخه تر يو کال پوری وي .

هغه زياته کړه چې د دغه پلان موخه د بی وزليو بزګرانو د فنی سويې او اختراعی توان لوړوالی ، د استخدام شويو بزګرانو د اندازې زياتوالی او د مسلکی پوهنې او د کرنې د فنی روزنې له لاری د استخدام په بهير کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره له بی وزليو ځوانو بزګرانو سره مرسته ده .نوموړی وويل چې د دغه پلان له لاری به د د دغو بزګرانو عايدات زيات شی او په بی وزليو سيمو کې به اقتصاد پرمختګ وکړي .

د معلوماتو له مخې د دغه پلان له مخې به اړوندې څانګې ځوانو بزګرانو ته ځانګړی روزنه وکړي او د استخدام له بازاری اړتياوو سره سم به د رستورانونو ،هوټلونو ، باغوانی ،د الکترونکيو تجهيزاتو او د ماشين جوړولو په برخه کې مسلکی روزنې ته په درنه سترګه وګوري او دغه راز به دغو بزګرانو ته د قوانينو ،د

د خپلو عملياتو د معياری کيدو او خپلو حقه حقوقو د ساتلو په شمول معلومات ور کړی .دغه پلان له تېر کال څخه په سالمه توګه پلی شوی دی او په ترڅ کې يې تېر کال په چين کې يو مليون او شپږ لکه او پنځوس زره تنه روزل شوي چې په دی بهير کې څه د پاسه يو مليون او دوه لکه تنه استخدام شوي دي .د تېر کال تر پايه پوری د روزنې د بېلا بېلو اډو شمېر څه د پاسه اتو سوو ته رسيدلی چې له امله يې په بنسټيزه توګه د هېواد په بېلا بېلو بی وزليو سيمو کې د دغې روزنې شبکه جوړه شوې ده .

ښاغلی ليو وويل د دغه پلان په رڼا کې نه يوازی د روزل شويو بزګرانو فنی توان لوړ شوی بلکې د سيمه ايزو بزګرانو پوهنيزه سويه هم لوړ شوې ده ،نو ويل کيږي چې دغه پلان د بی وزليتوب د له منځه وړلو لپاره يوه اغيزمنه لاره چاره ده .په راتلونکيو څو کلونو کې به له دغه پلان سره سم حکومت له څو لارو چارو د نادولتی اقتصادی ډلو ،د نا حکومتی او نړيوالو سازمانونو په شمول بېلا بېل ځواکونه راسمبال کړی او ور ته به لارښوونه وکړي چې هر کال د څو مليونو بی وزليو بزګرانو روزنه تامين شی .

ښاغلی ليو وويل د روزنې د دغو اډو او اړوندو بازارونو ترمنځ د اړيکيو د پياوړتيا لپاره به د روان کال په جون کې اړوندې څانګې په بيجينګ کې يوه غونډه تر سره کړي چې له امله به يی د دغو اډو او تصديو ترمنځ اړيکی ټينګی ، همکاری يی پياوړی ، لازيات بزګران استخدام او په بی وزليو سيمو کې اقتصادی پرمختګ

چټک شی .