زمونږ دغه پروګرام د هرې اوونۍ د شنبه په ورځ خپريږی او د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته ځوابونه پکی ورکوو . هرکلی کوم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسی .
درنو دوستانو ! زيات اوريدونکي د چين له مسلمانانو سره زياته علاقه لری او غواړی په دی اړه لازيات معلومات ترلاسه کړي . نو د پروګرام په نننی کړۍ کې به د چين د هوی قوم په اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړم .
ګرانو اوريدونکيو ، په چين کې د هوی قوم خلک ټول مسلمانان دي چې نفوس يی څه دپاسه اته مليونه دی او د چين په ملی لږکيو کې يو لوی قوم ګڼل کيږی . د هوی قوم ملسمانان د چين په بيلابيلو ځايونو کې ليدل کيږی خو په عمده توګه د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه او د ګن سو ، چينګ های او هه بۍ په ولايتونو کې هم اوسيږی .
د هوی قوم خلک په خپل ورځنی ژوند کې د هان قوم ژبه استعمالوی خو په خپلو مذهبی فعاليتونو کې هم له ځينو عربی يا فارسی کلمو څخه ګټه اخلی . د چين په سرحدی سيمو کې د هوی قوم خلک د نورو ملی لږکيو ژبې وايی .
د چين په دننه سيمو کې د هوی قوم خلک په عمده توګه د هان قوم له خلکو سره
اوسيږی خو په سرحدی سيمو کې دوی له ځايی ملی لږکيو سره ګډ ژوند کوی .
ګرانو اوريدونکو ! د هوی قوم جامې په عمده توګه د هان قوم د خلکو په شان دي خو د
هوی قوم نارينه سپينې يا تورې خولۍ په سر کوي او ښځې يی ټکری په سر کوي . د چين په شمال لويديځ کې نجونی زرغون ټکري ، مېرمن تور يا ابی ټکري او دغه راز سپين سری سپين ټکري په سر کوي .
د اسلام مبارک دين د هوی قوم په ژوند کې مهم رول لوبوی او د دغه قوم خلک په سوداګريزو چارو کې لوس لاس لری .
درنو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيدله او ستاسو د روغتيا نېکمرغۍ په هيله !
ګرانو دوستانو ، کله چې تاسو زمونږ د خپرونې او د چين په اړه نور معلومات غواړی زمونږ څانګې ته د پوستی له لارې ليکونه راوليکی يا د يميل له لارې له مونږ سره اړيکی ټينګی کړۍ .
تراوسه مونږ په پاکستان کی پوست بوکس لرو او پټه يی دا دی : Gpo post box No.2017
اسلام أباد پاکستان
او زمونږ د بريښنا ليک پټه : pushtu@Chinabroadcast.cn