د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځی وياند وحيد ارشد د می په شپږويشتمه نېټه وويل د دغه هېواد امنيتی ځواکونو د موټرونو کاروان د همدې ورځې په سهار د جنوبی وزيرستان په قبايلی سيمه کې پر لاره له يوې بمی چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يی لږ تر لږه دوه تنه سرتيري وژل او اوه تنه نور ټپيان شول.
تر اوسه پوری هېچا يا ډلې د نوموړې بمی چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.