د سين هوااژانس د خبر له مخې : د پاکستان اشويېټېدپرېس خبري اژانس د می په ٢٦مه نېټه د دغه هېواد د حکومت د يو چارواکي په وينا د روانې مياشتی په ٢٢مه او ٢٣مه نېټه د پلازمېنې اسلام أباد په شاو خوا سيمه کې د چرګانو د روزنې په پنځو فارمونو کې د مرغانو انفلونزا د H5N1 ويروس کشف شوی دی ، خو تر اوسه په دغه ويروس د وګړيو د اخته کېدو راپور نه دی ورکړل شوی .
د ساری ناروغی د خپرېدو مخنيوی لپاره د حکومت اړوندو څانګو په دغو فارمونو کې د جلا کيدو تدبيرونه نيولي او د دری کيلومترو په شاو خوا سيمو کې يې د ويروس پر ضد درملونه کارولي دی .