<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-27 19:20:19    
د أس په اړه په زړه پورې لنډ معلومات

cri

أس د نورو کورنيو څارويو لکه غوا، پسه ، سپی، خوک او چرګ وروسته د انسان له خوا وروزل شو چی ويل کيږی پنځوس مليونه کاله مخکی لومړی اس وليدل شو٠ وحشی أس فقط پنځه ويشت زره کاله دمخه د لومړی ځل لپاره د انسان له خوا وروزل شو٠ په نړۍ کی د وحشی اسانو ډولونه حتی دری سوه پنځوسو ته رسيدل، خو اوس يوازی يو ډول وحشی اس يعنی مغولی وحشی اس ليدل کيږی٠ د چين حيوان پيژندونکو په ١٨٧٨ کال کی د شينجيانګ د جونګر په ټيټ ځای کی د لومړی ځل لپاره وحشی اسان پيدا کړی وو٠ د انسان له خوا روزل شوی کورنی اسان په دريو ډولونو ويشل کيږی چی کوچنی ډول أس چی د يو سلو پنځوسو سانتی مترو جګوالی لری او وزن يی د څلورو سوو کيلو ګرامو په شاو خوا کی او د کوچنيانو د سپرلو لپاره دی٠ سپک ډول اس د لويانو د سپرلۍ او يا د کرنی او ترانسپورت لپاره استعماليږی٠ په تېری پيړۍ کی تر ټولو لوی اس په جنوبی امريکا کی ژوند کاوو او دوه سوه شپاړس سانتی متره جګوالی او يو زرو دری سوه پنځوس کيلوګرامه وزن يی درلود٠ ډېره ټيټه ونه اس په ارجتاين کی پيدا کيږی چی يوازی دېرش سانتی متره جګوالی لری او وزن يی هم فقط د لسو کيلوګرامه نه کم دی٠ د اس عمر د دېرشو کالونو په شاوخوا کی دی٠ اس نه يوازی د انسان د ژوند ملګری دی، بلکی په لرغونی زمانه کی يی په جګړی کی ستری کارنامی هم ټينګی کړی وی٠ چينايانو اتلس سوه کاله مخکی په جګړو کی د اس ګاډی استعمال کړی او د اس رکاب يی هم اختراع کړی و٠ د اس رکاب زر کاله مخکی د قديمی فارس سامانی سلسلی ته خپريده او د فارسيانو له خوا چينی بوټ

ور ته نوم ورکړای شوی وو٠ د رکاب د اختراع له امله د وسله والو سپاره پوځ جوړ شو٠ يو اروپايی عالم چی روبرت تانپور نوميده په خپل کتاب کی ويلی وروسته تر هغه چی د اس رکاب د چينايانو له خوا جوړ شو، د منځنی پيړۍ اروپا د سپرليو زمانې ته داخله شوه٠ د بريتانيا مشهور عالم نيدهام جوسف داسی ويلی چی هغو کم شمېر اختراعاتو چی د رکاب غوندی ساده وو ، په تاريخ کی ډېر ستر اغيزه ناک رول لوبولی وو٠ ځکه چی د چين او بهرنيو هېوادونو په تاريخ کی د زياتو سلسلو د تاسيس په بهير کی د سپاره فوځونو کارنامی ډېری لويی وی٠ اس په جګړو کی توريالی مبارز و او د بېلا بېلو هېوادونو او مليتونو ترمنځ د دوستانه سفير په حيث يی هم رول لوبولی و مثلا دوه زره کاله مخکی د چين د هان په سلسله کی د چين د ګاونډی هېواد وو سون پاچا چی پنځه زره اسان يی درلودل، د زرو اسانو د مهر په بدل کی د هان شهزادګی په نکاح کړه٠ دغه راز د چين په قومی سيمو کی مثلا شينجيانګ او داخلی مغولستان او همدا شان په افغانستان کی د اسونو د ځغاستی لوبی مروجی دی څرنګه چی پخوا چينايانو د اس عبادت کاوو، نو د هېواد په ګوټ ګوټ کی د اس ډول ډول معبدونه هم ليدل کيږی٠ په چينی کلماتو کی اس هم مهم مقام لری چی د چينی ژبی په لوی قاموس کی له اس څخه جوړ شوی شپږ سوه شل کلمات راغونډ شويدی، خو ورځنی اصطلاحات فقط دری څلور زرو ته رسيږی٠ همدا شان د اس په هکله متلونه هم ډېر دی٠ څرنګه چی په ژوند کی اس د انسان سره ډېری نژدی اړيکی لری، نو د اس په اړه عادتونه هم توپير لری٠