دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د هه نان ولايت يو لړ ولسی سندری وړاندی کړو٠لومړی به موږ په ګډه د چتر نڅا په اړه يوه سندره واورو چې شعر يی دی:
خپل وطن د انځور په شان ښکلی دی
هر څوک ورسره مينه لری
په ليدو سره يی زړه له خوشالۍ څخه ډکيږي
( سندره ١)
هه نان ولايت لرغونی تاريخ لری چی پکی د شاو لين معبد او د لونګ من سمڅې په ګډون د ليدو وړ ډېر شمېر کلتوری او طبيعی ځايونه شته٠ د لونګ من سمڅې د چين له څلورو لويو سمڅو څخه شمېرل کيږی چی زياتی لويې يا وړوکې بوډايی مجسمې پکی ولاړې دي او د ٢٠٠٠ کال په سپتمبر کی د م م د ښوونيز ، علمی او کلتوری نړيوال سازمان لخوا د ميراثونو په ليست کی شامل شوې٠ اوس دلته شنه غرونه او اوبه شته چی په چين کی يوه مشهوره مظره لرونکی سيمه ده او هر کال ډېر شمېر سيلانيان راجلبوی٠
( سندره ٢)
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د هه نان ولايت يوه خوندوره ولسی سندره واوريده چی نوم يی وو د ياسمن ګل٠ دغه سندره د هه نان ولايت ځانګړی سبک څرګندوی چی پکی د خلکو د ژوندانه انځور ښودل شوی٠
د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د هه نان ولايت يوه بله خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی يانګ جو ښار ته ځو٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو،د هه نان ولايت يو لړ خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!