د سين هوااژانس د خبر له مخې : د افغانستان د طالبانو وسله والې ډلی وياندقاری يوسف احمدی د می په ٢٧مه نېټه اعلان وکړ چې دغه ډله به په ټول هېواد کې پر دولتی پوځ او بهرنيو ځواکونو باندی هر اړخيزو بريدونو پيل وکړي .
نوموړي وويل طالبان به د روانې مياشتی له ٢٧مې نيټی څخه په ټول هېواد کې د کمين په نامه پر دښمن بريدونه وکړي . د بريدونو شکلونه د ځان مرګی چاودنې ، په لاره کې بمی چاودنې او د کمين نيول دی او موخه يې د افغانستان ملی پوځ او بهرنيو ځواکونو ته د سترې مرګ ژوبلې رسول دي . خو نوموړی د دغو بريدونو د دوام وخت په اړه څه ونه ويل .