<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-28 17:40:20    
د چين منځنۍ برخه د بهرنيانو د پاملرنې وړ سيمه ده

cri

ګرانو اوريدونکيو ، څو اوونۍ مخکې د چين د منځنی سيمې د پانګونې او سوداګرۍ د دوهمې دورې نندارتون د چين د هه نان ولايت په ځنګ جو ښار کې تر سره شو. دغه نندارتون د مايکروسفت ،ميترو او کاريفور په شمول دری سوه غښتلی نړيوالې تصدۍ راجلب کړې وې چې له امله يې د چين منځنی برخه د بهرنيو سوداګرانو د پاملرنې وړ ګرځېدلی ده .د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د هېواد د منځنۍ برخې په باب معلومات وړاندی کړو .

د چين په منځنی برخه کې د شان شی ،ان هوی ،جيانګ شی ،هه نان ،هو بی او هو نان ولايتونه شامل دي او د ځمکې پراخوالی يې يو مليون او دوه لکه او اتيا زره کيلو مترو ته او د وګړيو شمېر يی ٣٦٠ مليونه تنو ته رسيږي .دغه سيمه نه يوازی د چين يوه مهمه ترانسپورتی سيمه ده بلکې د چين د غلودانو ،انرژۍ او اومو توکيو د توليد او صادرولو يوه مهمه اډه هم ده .په وروستيو کلونو کې د چين د منځنۍ سيمې اقتصاد چټک پرمختګ کړی دی .

په چين کې د اندونيزيا لوی سفير لی ده اي د لومړی ځل لپاره د چين منځنۍ سيمې ته تللی دی او د ځنګ جو ښار د پرمختيايی سويې په اړه يې حيرانتيا څرګنده کړه ده . له تللو نه مخکی زما په أند دغې سيمې چټک پرمختګ نه و کړی خو اوس زما نظريه بدله شوې ده .

که څه هم د المان سکويرين ښاروال نوربيرت کلاوسن کله کله ځنګ جو ته سفر کوي خو دلته نوی پرمختګ لاهم ده ته لانوره ژوره خاطره پرې ايښې ده .له چين څخه د ده د دغې ليدنې موخه د المان د سکويرين او ځنګ جو د هوايی ډاګرونو ترمنځ د همکارۍ پرمخبيول دي . د ده ژباړونکې خبريال ته وويل ښاغلی کلاوسن د چين د منځنۍ سيمې د پانګونې له چاپيريال څخه خوښي څرګنده کړه. هغه وويل

له الوتکې څخه له کښته کيدو وروسته ښاغلی کلاوسن ما ته وويل چې په شانګهای کې اقتصادی انډول چټک دی ،خو په دغه منځني ښار کې هم اقتصادی پيمانه منځنۍ سويې ته رسيدلې ده نو کولی شی چې دلته زيات فرصتونه پيدا کړئ .

د نورو سيمو په پرتله د چين منځنۍ سيمه خپل ځانګړيتوب لري ،نو لازيات بهرني پانګه اچوونکی يې راجلب کړي دي .

د المان د ميترو شرکت په نړۍ کې د پرچون په برخه کې يوه غښتلی تصدۍ ده .د دغه شرکت د عامو اړيکيو څانګې عمومی مدير هوانګ ځونګ جی خبريال ته وويل د پرچون د نړيوالې ډلې لپاره د چين د منځنۍ سيمې د توليداتو بيه ټيټه او کيفيت يی ښه دی چې دغه خبره دا زمونږ د شرکت د سيالۍ توان د لوړوالی لپاره ګټوره ده .هغه زياته کړه

 په منځنۍ سيمه کې زياتره ولايتونه د کرنې په برخه کې کارونه تر سره کوي او غنی کرهڼيزې سرچينې لري .مونږ د کرهڼيزو مخصولاتو د اخيستلو لپاره يوه لويه ډله نندارتون ته ليږلی ده .

د خبر له مخې په دغه نندارتون کې د نړيوالو شرکتونو له خوا په لاسليک شويو تړونونو کې د پانګونې اندازه اته سوه او پنځوس مليون يوانو ته رسيدلې ده .

د تېر کال په اپريل کې په منځنۍ سيمه کې اقتصادی سمسورتيا د چين د يوې دولتی ستراتيژۍ په توګه پلی شوی ده . د اندونيزيا د اينګ هوايی شرکت د پلورنې څانګې مشر شينګ چيانګ وويل د دولتی ستراتيژۍ پلی کول د منځنۍ سيمې لپاره يو فرصت دی . په بيجينګ ،شانګهای او ګوانګ جو

ښارونو کې بازاری اړتياوې پوره شوي دي .نو حکومت اوس د منځنيو او لويديځو سيمو حالت ته په درنه سترګه ګوري . د بهرني هوايی شرکت په توګه مونږ هيله لرو چې د چين په منځنی او لويديځه سيمه کې لازيات فرصتونه پيدا کړو او دغه راز د دغو سيمو راتلونکی ته پاملرنه کوو.خو اوس منځنی سيمه په ځينو برخو کې د ختيځۍ سيمې له پرمختګ څخه څه نا څه واټن لري مثلأ هلته بايد د سيمه ايزو خلکو خدمتی افکار لوړ شی .

د چين د سوداګرۍ وزير بو شی لای په دغه نندارتون کې وويل د چين منځنۍ سيمه د خپل ځانګړی جغرافيائی مقام ،ښو ترانسپورتی شراطونو او چاپيريال او د بډايه طبيعی سرچينو له امله زيات پرمختيايی امکانات لري .په راتلونکيو لسګونو کلونو کې به بهرنی پانګه اچوونکی له لازياتو فرصتونو سره څخه برخمن شی .