د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره د ٢٠٠٨ کال د معيوبينو اولمپيک لوبې هم رانژدی کيږي. څو ورځې دمخه د معيوبينو د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې مشر فليپ کراون له بېجينګ څخه ليدنه وکړه او د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو د تياريانو څېړنه يې هم وکړه. له دې وروسته ښاغلي کرون د بېجينګ تياريانی وستايلې.
ښاغلي کرون په ١٩٥٠کال کې زېږېدلی او کله چې شپاړس کلن و، غره ته د ختلو په يو فعاليت کې ټپی شوی او وروسته يې د باسکټبال په سياليو پيل وکړ چې د څرخ لرونکو چوکيو په وسيله تر سره کيږی. له ١٩٧٢ کال څخه تر ١٩٨٨ کال پوری هغه د معيوبينو د پنځو دورو اولمپيک لوبو په دغه ډول لوبه کې ګډون کړی دی. نو د يوه لوبغاړي په توګه د ده په زړه کې د معيوبينو اولمپيک لوبو د تياريانو د برياليتوب معيار دا دی چې ايا تشکيلاتی کـمېټه په ريښتنی توګه لوبغاړو ته خدمتونه کوی که نه.
ښاغلي کرون وويل هر لوبغاړي بايد په دغو لوبو کې د ګډون لپاره څلور کاله سخت کوششونه وکړي، نو بايد دوی ته تر ټولو ښه تجهيزات برابر شي. د استوګنې پر اسانتياو سربيره، خوراکونه هم بايد ډېر ډولونه او ښه کيفيت ولري.
د ښاغلي کرون په اند، ترانسپورت د سيالۍ لپاره ډېر مهم دی. تشکيلاتی کمېټې د معيوبينو د اولمپيک لوبو لپاره په ځانګړی توګه د دوه سوه او پنځه دېرش
کليوميترو په اوږدوالی يوه ترانسپورتی کرښه ټاکلی ده. دا ده ته د ډېرې خوشحالۍ خبر دی. د بی خنډه تاسيساتو جوړونه د معيوبينو د اولمپيک لوبو لپاره هم ډېره مهمه ده. ښاغلي کرون په دغه برخه کې هم د بېجينګ د کارونو ستاينه وکړه. هغه وويل د لوبو او لوبغاړو لپاره د هر ډول اسانتيا د برابرولو په هکله د بېجينګ تشکيلاتی کمېټې کارونه د ډېرو هېوادونو په پرتله نور هم ښه دي. دوی د بی خنډه تاسيساتو د طرح او ښه والۍ په برخه کې ډېر کوششونه کړی دي. باور لرم چې په بېجينګ کې د معيوبينو د اولمپيک لوبو تر سره کول به د بی خنډه زياتو تاسيساتو د جوړولو لپاره ګټور وي.
ښاغلي کرون په ځانګړی توګه د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو د لوبغاړيو په کوټو کې له تزئين څخه يادونه وکړه. په هر اپارتمان کې درې تشنابونه شته چې يو يې د څرخ لرونکيو چوکيو لپاره طرح شوی دی. هغه وويل داسی تاسيسات په نړۍ کې لومړی مقام نيسی او پلان لری چې د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو په موده کې څلور زره تنه لوبغاړی به د اسانو تجهيزاتو په مرسته لوی ډيوال ته وخيژي.
له بېجينګ څخه د شپږ ورځنې ليدنې په موده کې ښاغلي کرون د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو د تياريانو په اړه خوشحالی او رضامندی څرګنده کړه او هغه وويل د يوې هوسا ټولنې د جوړولو په چاپېريال کې به بېجينګ په بريالی توګه د معيوبينو اولمپيک لوبې تر سره کړي.