<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-28 18:38:22    
د چين د شينجيانګ د تورپان ٌ مقام ٌ

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم ! د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د ويغوری قوم د هنری شکل ٌ مقام ٌ په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠ ٌ مقام ٌ يو ډول لړيز ولسی لرغونی موزيکونه دی چې د ويغوری قوم د موزيکونو مور ګڼل کيږی او د چين د مليتونو د موسيقيو د کلتور قيمتی مرغلره هم ده ٠

( د مقام موزيک ) ٌ مقام ٌ د سندرو، نڅاوو، شعرونو او موسيقو په شمول يو ډول عمومی هنری ننداره ده چې تر ټولو مشهور او کلاسيکی مقام دوولس ډولونه لری او ٌ دوولس مقامونه ٌ نوميږی٠ اوس د شينجيانګ ٌ دوولس مقامونه ٌ د نړۍ د نامادی کلتوری ميراثونو په ليست کی شامل شوي دي٠ د دغو دوولسو مقامونو له جملې څخه ٌ د تورپان مقام ٌ ډير څرګند ځانګړيتوب لری٠ ٌ د تورپان مقام ٌ دولس لړيز موزيکونه لری او په هر لړيز موزيک کی اته پارچې شاملې دي٠

ٌ د تورپان مقام ٌ يو موزيک دی٠ د تورپان مقام په نړۍ کی ډير لرغونی موزيکونه ګڼل کيږی چې لا تر اوسه هم په بشپړه توګه راپاتی شوی او محتويات يې هم ډير غنی ښکاری٠ د تورپان سيمې د پيچان ولسوالۍ د لوکچون ښارګوټی د تورپان مقام سرچينه ده او د وريښمو د لرغونی لارې په اوږدو کی يو ډير مهم تم ځای و٠

د تورپان د مقام يو څرګند ځانګړيتوب د ډولونو وهل دی چې که د ډول وهلو أواز پورته نشی، هنرمندان سندرې نشی ويلای او نڅا هم نشی کولای، کله چې د ډول وهلو اهنګ بدليږی، موزيک او نڅا هم ورسره بدليږی٠ اوس د لوکچون په ښارګوټی کی د شينجيانګ د مقامونو د ورزده کولو او خپرولو لپاره لومړنی هنری مرکز جوړ شوی دی٠

مقامونه د پخوانيو زړو هنرمندانو لخوا خوله په خوله يو بل نسل ته د ورزده کولو له لاری راپاتی شوی ، نو د دغه لرغونی هنر د دايمی ساتلو لپاره بايد د هغو د موزيکونو نوټونه او د سندرو شعرونه ثبت شی او په همدې وخت کی د موسيقو د ولسی ځانګړيو الاتو د غږولو طريقې ورزده کړای شی٠ د لوکچون ښارګوټی حکومت دغه لرغونی قومی هنر خپرولو ته ستر اهميت ورکوی٠ د دغه حکومت چارواکی حامدو وويل :

( غږ ) ٌ د ښارګوټی حکومت د مقام ولسی هنرمندان په کلتوری مرکز کی راغونډوی ، دوی ته د تمرينونو زمينې برابروی او دوی سمبالوی چې د مقام ننداره وکړی او زده کوونکيو ته دغه لرغونی هنر ورزده کړی٠ دغه راز د ښارګوټی حکومت هر کال کلتوری مرکز ته د موسيقو د نويو الاتو د اخيستلو او د نندارې د کاليو ګندلو لپاره ځانګړی پيسی ورکوی٠ برسيره پر دی د لوکچون ښارګوټی او د پيچان ولسوالۍ حکومتونو پرېکړه کړې چې په ګډې پانګونې سره د بزګرانو او مالدارانو کلتوری ښوونځی جوړ کړی ترڅو د مقام ننداره او د نويو هنرمندانو روزنه معياری شی او د روزنې او تمريناتو لپاره لا ښی زمينې برابرې شی٠ ٌ

ولسی هنرمند تورسون اسماعيل چې يو پنځوس کلن دی ، د لوکچون په ښارګوټی کی د شينجيانګ د دوولسو مقامونو د هنری ميراث اخيستونکی او خپروونکی دی٠ په ٢٠٠٠ کال کی ده او نورو هنرمندانو د بريتانيا د اړوندې څانګې په بلنه د دغه هېواد په شاهی تياتر کې د دولسو مقامونو ننداره وکړه چې د دغه هېواد امپراطورې د دوی د په زړه پوری نندارې لوړه ارزونه وکړه٠

هنرمند تورسون اسماعيل وويل :

( غږ ) ٌ مونږ کله نا کله له لومړنيو ښوونځيو څخه د مقام د موزيکونو غږولو لپاره زده کوونکی انتخابوو او تر اوسه پوری مو څه دپاسه لس تنه شاګردان روزلی دی٠ زه کله نا کله د خپلې ولسوالۍ او سيمې د نندارې په فعاليتونو کی ګډون کوم ٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چې څو کاله مخکی ما او يو بل مشهور ولسی هنرمند عزيز نياز د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د ولسی هنری ډلې د غړيو په توګه په بريتانيا کی د مقام نندارې ترسره کړې٠ زمونږ د ډلې اوو تنو غړيو د هغه هېواد په بېلا بېلو ځايونو کی شپږ ځله نندارې وکړې او له هرې نندارې وروسته زياتو ننداره چيانو په تودو احساساتو سره زمونږ سره هرکلی وکړ٠ دغه راز د بريتانيا امپراطورې هم زمونږ سره وکتل٠ ٌ

( د مقام موزيک ) د مقام قيمتی هنری ميراث د دايمی دوام لپاره د پيچان ولسوالی حکومت پريکړه کړې چې د راتلونکی کال له پيل څخه د دغې ولسوالۍ په مرکز کی ٌ د مقام واټ ٌ جوړ شی او دغه واټ به د مقام د موزيکونو د جوړښت له مخی په دوولسو مرحلو وويشل شی او په هره مرحله کی به د ساختمانی هنر له لاری د مقام هنر يوه کيسه وښودل شی٠ ٌ د مقام واټ ٌ په دواړو غاړو کی به د قومی دودونو سوداګريزې سيمې جوړې شی او هره ورځ به هلته د مقام موسيقې خپرېږی ترڅو اوسيدونکی او سيلانيان د شيانو اخيستلو په بهير کی د مقام له هنر څخه خوند واخلی او دغه هنر د تل لپاره ژوندی پاتی شی٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د شينجيانګ ٌ د تورپان مقام ٌ د هنر په هکله څه معلومات واوريدل٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې ٌ مقام ٌ يو ډول کومه هنری ننداره ده ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی مونږ ته سم ځواب راوليږئ ! مننه کوو !