<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-29 17:03:21    
د بېجينګ په پوهنتونونو کې د اولمپيک سپورتي لوبو يو شمير سټيديومونه او جمنازيمونه دي .

cri

د پلان سره سم ، د بېجينګ د سپورتي لوبو يو شمير سيالي به د شپږو پوهنتونونو په سټيديومونو کې تر سره شي چې په کې څلور سټيديومونه په ځانګړی توګه د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره نوی جوړ شوي دي. دغه څلور سټيديومونه په جلا جلا توګه د بېجينګ په پوهنتون ، د بېجينګ د صنعتی چارو په پوهنتون ، د چين د کرنيزو چارو په پوهنتون او د بېجينګ د ساينس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې پراته دي.

په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د پينګ پانګ سيالي د بېجينګ په پوهنتون کې تر سره شي، نو د دغو سياليو لپاره د اولمپيک د پينګ پانګ سياليو سټيديوم په اړه پروژه د ٢٠٠٥ کال د جولای په نولسمې نېټې پيل شوه . د معلوماتو له مخې: په دغه سټيديوم کې شپږ زره دايمی څوکۍ او نورې دوه زره لنډ مهالی څوکی شته .

د دغې پروژې له پيل نه مخکې ، اړوندو خواوو د دغه سټيديوم لپاره په ټاکل شويو ځايونو کې اوه لرغونی ونې او د چين د چينګ د امپراطوری د مودې يو انګړ وموندل شول . دغه ونې او انګړ د چينګ د امپراطوری په موده کې د يو لوی باغ يوه برخه وه او اوس دغه باغ ورانه شوې ده چې يوازی دغه اوه ونې او يو انګړ ورڅخه پاتی دی. نو د دغو پخوانيو ځايونو د ساتلو لپاره

د اړوندو خواوو پلان بدل شو او په بل ځای کې يی دغه پروژه پيل کړه . که څه هم د ځای د بدلولو له امله د دغې پروژې بودجه زياته شوه ، خو په ٢٠٠٨ کال کې به د بېلا بېلو هېوادونو سيلانيان د چين په ډېر لرغونی پوهنتون کې دغه تاريخی اثار وګوري.

د بېجينګ د صنعتی چارو پوهنتون سټيديوم د بېجينګ په جنوب ختيځی برخې کې يوازنی لويی سټيديوم ګڼل کيږي چې په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د بدمينتون سيالي او هنری جمناستيک سيالي په کې تر سره شي.د معلوماتو له مخې: د دغه سټيديوم د جوړولو پروژه د ٢٠٠٥ کال د جون په ديرشمه نېټه پيل شوه او پکې اوه زره او پنځه سوه څوکی شته. بر سېره پردې، د دغه پوهنتون د اړوندو څانګو ښوونکيو او زده کوونکيو په مستقيمه توګه د دغه سټيديوم په ډيزاين کې ګډون درلود .

د بېجينګ له اولمپيک سپورتي لوبو وروسته به دغه سټيديوم د دغه پوهنتون د ښوونکو او زده کوونکو د بدنی روزنی او ورزش مرکز په توګه وکارول شي، دغه راز دغه سټيديوم به عام خلکو ته خدمتونه برابر کړي.