<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-29 17:04:37    
د اويغوری قوم زده کوونکې ګلقز

cri

ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم !دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کي يم . هيله ده چې د دې پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ.د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې او د اقتصاد د پرمختګ،په تېره بيا د چين د قومی تګلارې له پلی کولو سره سم د چين د ملی لږګيو سيمو لا زيات وګړي د کار يا زده کړې لپاره بېجينګ ته راغلي دي .نو په نننۍ کړۍ کې به د اويغوری قوم د زده کوونکي ګلقز په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم چې له شينجيانګ څخه بېجينګ ته راغلی ده او ټنيګ هوډ لري چې د تر لاسه شوې پوهی له لارې د خپل ټاټوبی د ابادۍ لپاره خدمت وکړي.

ګلقز چې عمر يی درويشت دی ، د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکی سيمې په توروفان ښار کې زېږېدلی او اوس د چين د اطلاعاتی پوهنتون د خبري رسنيو د ادارې په څانګه کې د مطبوعاتو د ادارې او سيستم د تخصص په زده کړې بوخته ده . ګلقز زمونږ د راډيو خبريالې ته وويل چې د دې کورنی شپږ غړي لری چې پلار او مور ، دوه خويندې او يو مشر ورور پکې شامل دي. د ګلقزکورنی د انګور په روزلو لګيا ده .که څه هم د کورنۍحالت يی شتمن نه دی ، خو ګلقز د خپلو کوښښونو له لارې په پوهنتون کې د زده کړې فرصت تر لاسه کړ او د دې کلی له درېيو زده کوونکو څخه يوه ده .خبريالې ترې پوښتنه وکړه چې د ژوند زياتې ستونزې څنګه

ليری شوې ؟ ګلقز ځواب ورکړ:

ځکه چې زه په کورکې يوازنی يم چې په پوهنتون کې زده کړه کوم. د ماشومتوب په موده کې مې هيله درلوده چې د زده کړې لپاره بېجينګ ته لاړ شم چې دا هم زما د کورنۍ د غړو هيله وه . خويندو او ورور می د بی وزلۍ له امله په پوهنتون کې له زده کړې څخه بې برخه وو ، د کورنۍ ټولو غړو زما ملاتړ کړی او کوي يي

ګلقز د کورنۍ د غړيو په ملاتړ او د خپلو کوښښونو له لارې د چين د اطلاعاتی پوهنتون له خوا ومنل شوه.کله چې د پوهنتون اړوندو څانګو د ګلقز د کورنۍ په حالت پوه شو، ورته يي د پوهنتون په کتابتون کې د کتابونو اداری په اړه کار ورکړ .دې وويل: 

ما د لومړی ټولګې له دوهمې دورې څخه د کار فرصت تر لاسه کړ او کار می د درسی دستور سره سم وټاکل شو يعنی عموماُ له غرمی وروسته يا ماښام کار کوم چې پر زده کړې کومه منفی اغيزه نه لري.

ګلقز دغه کار ته ډېر ارزښت ورکوي . هره اوونی دری واره کتابتون ته ځي او يو ځل پنځه ساعته دوام لري. دا هره مياشت دوه سوه او شپيته يوانه پيسې لاس ته راوړی شی چې ددې د ژوند لګښت پوره کيږي .بر سېره پردې، حکومت ګلقز ته د زده کړې پور هم برابرکړ چې حکومت په ځانګړي توګه له بی وزلو زده کوونکو سره د مرستې په موخه جوړوي او د دغه پور تر مرستې لاندی د بی وزليو زده کوونکو د زده کړې لګښت پوره کيږي .

که څه هم ګلقز د بېلا بېلو ستونزو له ليری کولو وروسته په ارام زړه په بېجينګ کې زده کړه کوي، خو دا کله کله د خپلې کورنۍ يادونه کوي. د دغې يادونې د

کمښت لپاره ګلقز په بېلا بېلو فعاليتونو کې ګډون کوي . د بيلګې په توګه په کتابتوب کې ډېر زيات کتابونه لولي او د پوهنتون د سوفټبال په لوبډله کې ګډون کوي.

ګلقز د ښه خوي خاونده ده ، نو په پوهنتون کې ډېر دوستان لري. د دې يوه ملګري خبريالې ته وويل: 

ګلقز يوه ساده او نيک خويه نجلۍ ده . هغه په جدی ډول کار او زده کړه کوي او تل خپلې کورنۍ ته پاملرنه کوي او ټينګ هوډ لری چې خپلی موخې په بشپړه په توګه تر سره کړي

اوس ګلقز د درېيم ټولګي زده کوونکې ده ، خو دا پلان يي ټاکلی چې له پوهنتون څخه له فراغت وروسته په مداومه توګه د ماستري کچې د اخيستلو لپاره هڅه وکړي اووروسته بيا به شينجيانګ ته راستنه شی او د خپل ټاټوبی د أبادۍ او سمسورتيا لپاره به خدمتونه ترسره کړي .