<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-29 20:14:09    
د ډايف کولو په برخه کې د چين مشهوره لوبغاړی ګو جينګ جينګ

cri
د مل بورن د لامبو وهلو په نړيواله اتلولۍ کې چې تازه پای ته ورسيدله، له دری ميترۍ تختی څخه د ډايف کولو په ښځينه يو کسيزه او دوه کسيزه سياليو کې د چين لوبغاړی ګو جينګ جينګ دوه طلايی مډالونه تر لاسه کړل. دغه راز دا د لامبو وهلو د اتلولۍ په تاريخ کې لومړی لوبغاړې ده چې په پر له پسی توګه يې په دغو دوو پروګرامونو کې څلور طلايی مډالونه تر لاسه کړل او يوه ښه بېلګه يې جوړه کړه.
د ١٩٩٨ کال په نړيواله اتلولۍ کې اوه لس کلنې ګو جينګ جينګ د لومړی ځل لپاره له دری ميتری تختی څخه د ډايف کولو په ښځينه سيالۍ کې ګډون وکړ او نقره يي مډال يې تر لاسه کړ. له دې وروسته د ٢٠٠١کال ، ٢٠٠٣کال او ٢٠٠٥ کال په دريو اتلوليو کې يې له دری ميتری تختی څخه د ډايف کولو د يو کسيزه او دوه کسيزه ښځينه سياليو ټول طلايی مډالونه وګټل. په دې اړه ګو جينګ جينګ وويل 
د هرې اتلولۍ طلايی مډال زما لپاره ډېر مهم دی.
دمل بورن له اتلولۍ مخکې د ډېرو په اند، د نوموړو دوو پروګرامونو طلايی مډالونه له چينی لوبډلې سره تړاو درلود. لومړی له دری ميتری تختی څخه د ډايف کولو په يو کسيزه ښځينه سيالۍ کې د لامبو وهلو په زرګونو مينه والو د ګو جينګ جينګ د ملاتړ لپاره ناری وهلی. ګو جينګ جينګ په ثابته توګه خپل توان څرګند کړ او طلايی مډال يې وګاټه . وروسته په دوه کسيزه ښځينه سيالۍ کې ګو جينګ جينګ او وو مين شيا د خپلې لوړې سويې له لارې په دری سوه او پنځه
پنځوس اعشاريه اته شمېرې لومړی ځای تر لاسه کړ چې د دوهم ځای په پرتله اوه دېرش اعشاريه پنځه دېرش لوړ و.
په دې اړه چې په پر له پسی توګه يې په څلورو نړيوالو اتلوليو کې طلايی مډالونه تر لاسه کړي، ګو جينګ جينګ خبريال ته وويل د لومړی ځل لپاره يې طلايی مډال وګاټه، دا چې لومړی ځل و، نو د يادونې وړ و. د ٢٠٠٣ کال نړيواله اتلولی د ٢٠٠٤ کال له اولمپيک لوبو مخکی وروستۍ اتلولي وه او چينی لوبډلې په دغه اتلولۍ کې په ډېرو پروګرامونو کې بريالۍ نه شوې، نو زما طلايی مډال ډېر اهميت درلود. د ٢٠٠٥ کال په نړيواله اتلولی کې طلايی مډال هم مهم و، ځکه ما غوښتل خلکو ته وښئيم چې نړيواله سويه مې هم ساتلی ده. سږنۍ اتلولي هم د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو مخکې تر سره شوی اتلولی وه، نو هر طلايی مډال يې ډېر مهم دی.
ګو جينګ جينګ په نړيوالو اتلوليو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو سږني اتلولۍ د دې لپاره وروستی نړيواله اتلولی وه، ځکه دې پرېکړه کړې چې د بېجينګ له اولمپيک لوبو وروسته له لوبډلې څخه ووزي. خو ګو جينګ جينګ هېڅ افسوس څرګند نه کړ. هغې وويل 
زه ډېره خوشحاله يم او هېڅ افسوس نه کوم. ځکه چې په پنځو نړيوالو اتلوليو کې مې ګډون کړی دی، دا د يوې لوبغاړې لپاره ډېر اهميت لری.
د ګو جينګ جينګ له وينا څخه د اتو طلايی او يو نقره يي مډالونو د تر لاسه کولو د ښې نتيجې په اړه د دې رضايت ښکاريږی.
د شلو کلونو له سختې روزنې راهيسی، ګو جينګ جينګ وويل پر يو کار ټينګار ډېر ارزښت لري. هغې وويل
په دومره زياتو کلونو کې په هر پړاو کې بېلا بېلې ستونزې موجودې وې، نو بايد په ټينګ هوډ سره مې روزنې ته دوام ور کړی وی. زه يوه زړه لوبغاړی يم، په سياليو کې ښه توان له روزنې سره نژدی تړاو لري، نو د روزنې په ترڅ کې موږ بايد زيات کوششونه وکړو. که يو لوبغاړی په يو مشکل پړاو کې هيله له لاسه ورکړي، نو نه شی کولای چې نوی مرحلې ته ورسيږی.
د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو له تختی څخه ډايف کولو سيالی به د ګو جينګ جينګ وروستۍ سيالی وي، په دې اړه هغې وويل
زما عمر لوړ دی، نو بايد له لوبډلې څخه ووځم. دا ډېر عادی دی او په چينی لوبډله کې لږ لوبغاړی په دومره لوړ عمر په سيالی کې ګډون کوی.
دا زموږ ګو جينګ جينګ ده، موږ سترګی په لار يو چې دا د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ښه برياليتوب تر لاسه کړي.