<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-30 14:41:30    
د صنعتي اقتصاد پرمختګ د بزګرانو ژوند بدل کړي دي

cri

د کرنې چارې تل د چين په منځني برخه د ان هوي ولايت د ملا دتير حيثيت لري ٠ په دغه ولايت کې په سلو کې اويا برخه نفوس په کليوالو سيمو کې ژوند کوي چې د کرنې اقتصادي عمومي ارزښت يي د ټول ولايت نژدي نيمه برخه نيسي ٠ خو په دي وروستيو کلونو کې د دغه ولايت په ځينو کليوالو سيمو کې د جامو او بوټانو د جوړولو په شمول د سپکو صناعيو توليدي چارې پيل شوي چې د يو زيات شمير بزګرانو کار د کرنې له توليدي چارو څخه تصديو ته بدل شوي او له امله يي د عايداتو سرچينې لا ثابتې ښکاري ٠

په دي وروستيو وختونو کې زمونږ د راډيو خبريال د مرکې له پاره د دغه ولايت د فان څانګ ولسوالۍ د سون څون علاقه دارۍ ته تللي وو٠ د بزګر جيانګ تونګ مينګ په دوه پوړيزه استوګنځي کې خبريال وليدل چې بېلا بېل بريښنايي سامانونه ايښودل شوي دي ٠ بزګر جيانګ خبريال ته وويل چې اوس ده په خپله په صفر اعشاريه دوه هکتاره مځکه کې شولې ايښي او هرکال څه د پاسه زر کيلو وريجې توليديږي ٠ ده وويل چې زما په دغه دوه پوړيز استوګنځي کې پنځه کوټې شته چې په ٢٠٠٤ کال کې جوړ شوي دي ٠ که څه هم د دغې استوګنځي د جوړولو له پاره د کورني زيرمه نژدي ټوله کورنۍ زيرمه لګول شوي ، خو لور مې او د دې خاوند د علافه دارۍ په يوه تصدۍ کې کار کوي ، نو نور عايدات هم تر لاسه کيداي شي او د کورنۍ په ژوند کې کومه ستونزه نه شته ٠ پخوا د بزګرانو له پاره دغه خبره چې کار ته ولاړ شي ، هيڅ نه

اوريدل کيده ٠ خو اوس د فان څانګ ولسوالي د سون څون په علاقه دارۍ کې د جامو د چمتو کولو او جوړولو په ګډون څه د پاسه دوه سوه اويا تصدۍ شته چې د دغې علاقه دارۍ د شپيتو زرو وګړو له ډلې څخه يي نژدي شل زرو تنو ته د کار فرصتونه برابر کړي دي چې له امله يي د ډيرو بزګرانو له پاره د اقتصادي عايداتو سرچينې زياتې شوي دي ٠ يو پنځوس کلنۍ بزګرې ميرمن جيان چون سيا خبريال ته وويل چې ددې لور او د لور خاوند ټول دعلاقه دارۍ په فابريکه کې کار کوي او کلني عايدات يي څه د پاسه ديرش زرو يوانو ته رسيږي ٠ د فان څان ولسوالي د شون دا د جامو او سينګار شيانو د توليدولو شرکت مسؤل ښاغلي وو اي چون خبريال ته وويل چې د دغه شرکت توليدات ټول جنوبي امريکا ، جاپان او نورو هيوادونو ته صادريږي او د کارکوونکو زياتره برخه يي ځايي بزګران دي ٠ هغه وويل چې د فابريکې زياتره کارکوونکي د دغه ولسوالۍ شاوخواو بزګران دي او له فابريکې سره يي تړون لاسليک کړي دي ٠ اوس فابريکه چمتو ده چې کارکوونکي دزړښت د ژوند د تامين له پاره په بيمه کې شامل کړي ٠ په دغه فابريکه کې پنځه ويشت کلنه کارکوونکې وو ليان د دغه ولسوالۍ يوه بزګره ده ، دې خبريال ته وويل چې زما مياشتني معاش نژدي يو زر او پنځه سوه يوانه دي ، زه له خپل کار سره ډيره مينه لرم ، فابريکه هره مياشت پر وخت مونږ ته معاش راکوي ٠ هغې خبريال ته وويل چې اوس په دغه ولسوالي کې د ډيرو بزګرانو د هرې کورنۍ په دريو نسلونو کې ټول داسي غړي شته چې په بېلا بېلو تصديو کې کار کوي او له امله يي د کرنې چارو په پرتله په تصديو کې د دوي عايدات لا ثابت ښکاري ٠

د اقتصادي عايداتو په زياتوالي سره نه يوازي د دغه ولسوالي د بزګرانو په ژوند کې ستر بدلون رامنځته شوي ، بلکې د دوي ځينې دوديزې مفکورې هم بدلې شوي دي ٠ د بيلګې په توګه پخوا د کورني توليدي ځواک د پياوړتيا او د زړښت عمر د تامين له پاره بزګرانو ټول د ځامن زيږول وغوښتل ٠ خو اوس د کليو د اقتصاد د پرمختګ او د ټولنيز نظام دتامينولو د ښه والي له امله د بزګرانو په کورنيو کې دزيږونې پخواني مفکوره بدله شوې ده ٠ د سون څون علاقه دارۍ مسؤل ښاغلي چن ذه سين وويل چې اوس زمونږ په علاقه دارۍ کې په يوه کورنۍ کې که خاوند شپيته کلنۍ او ښځه پنځه پنځوس کلنۍ ته ورسيږي ، هره مياشت به ور ته شپيته يوانه برابرې کړاي شي ، نو اوس د بزګرانو په أند د لور او زوي زيږول يو شان دي ٠ ځکه د هر بزګر له پاره د زوړ تيا په وخت کې د ژوند أسانتياوې تامينداي شي ٠