
طبی مرسته د ټولنيزې مرستې يوه برخه ده ځکه چې يو شمير ځانګړي بی وزلي وګړي د ناروغيو د درملنې توان نه لری او د بيلا بيلو لاملونو له امله يي په طبي بيمه کې نه دی ګډون کړي ، نو طبی مرسته ددوی د ناروغيو د درملنې يوازينی هيله ده . دا لين د شمال ختيځ چين يو بندری ښار دی او اقتصاد يي نسبتأ پرمختللی دی . ځايي حکومت هيله لری چې له روان کال څخه د زياتو پيسو په لګولو سره بی وزليو وګړو ته د طبي مرستو زمينه برابره کړي .
ښاغلي جانګ فون لين چې يو پنځوس کلن وزګار کارګر دی ، اوه کاله دمخه د وينو په سرطان اخته شو او بيا يي د ناروغۍ په درملنه درې لکه يوانه ولګول چې په نتيجه کې يي زيات پورونه ورپه غاړه شول . نو د ناروغۍ درملنه دده د کورنۍ لپاره يو داسی دروند بار ګڼل کيږي چې د زغمولو وړ نه دی . د پيسو کمښت له امله ښاغلي جانګ اوس اوږده موده ډاکتر ته نه دی تللی . خو د دا لين حکومت سږني پلان په رڼا کې ښاغلي جانګ ته د ناروغۍ درملنې فرصت برابر شوی دی . ده وويل پخوا له بستری مخکې زما د مشر ورور ښځې زما د طبي درملنې د لګښت راغونډولو لپاره يوه کورنی غونډه جوړه کړه . خو اوس حکومت ما ته د طبي مرستې کارت راکړی چې له امله به يي زما پر کورنۍ بار سپک شی .
د ښاغلي جانګ په وينا د طبې مرستې کارت په ځانګړي ډول بی وزليو ښاريانو ته ورکول کيږي . د مقرراتو له مخې هغه بی وزلی ښاريان چې عايدات يي د دغه ښار د ژوند له بنسټيزې کچې څخه لا هم ټيټ وی او په طبي بيمه کې نه وی شامل شوی ، له پوره طبی مرستې څخه به برخمن وي . په مشخص ډول ويل کيږي چې هر ورته بی وزلی وګړی
ته هر کال سل يوانه د عادي ناروغيو د درملنې لپاره ورکول کيږي . که بستری شی ، هر تن په منځني ډول څلور زره او درې سوه يوانه مرسته اخيستی شی . د دغې نوی تګلارې د پلی کولو لپاره د دا لين حکومت هر کال پنځه پنځوس مليونه يوانه بيلوی . ميرمن شيو هون می له دې تګلارې څخه لومړی ګټه اخيستونکې ده . دې وويل زما کورنی له زياتو ستونزو سره مخامخ ده په تيره بيا د ناروغيو د درملنې توان نه لری . د حکومت نوی تګلاره زما غوندی بی وزليو کورنيو لپاره ډير اړينه او پر وخت ده ، لکه يوه چيني اصطلاع چې وايي د واورو په ورځو کې ملګرو ته سکاره ورکوي .
د معلوماتو له مخې تر اوسه د دا لين شپږ اويا زره تنه ددې تګلارې په رڼا کې له طبی مرستو څخه ګټه اخلی . د ما لان هستوګنې سيمې د ادارې مشرې ميرمن ګوه شياو شيون چې ميرمن جانګ هم په دې سيمه کې اوسيږی ،وويل زموږ په سيمه کې زر بی وزلی کورنۍ شته او هغه کورنۍ چې په طبي بيمه کې نه دي شامل شوي ، په کمپيوتر کې زيرمه شوي او بيا د ښار د ملکي چارو ادارې ته استول شويدي چې ددوی له غوښتنې پرته په اوتوماتيک ډول ددوي لپاره د طبي مرستې کارتونو د رانيولو اقدام ترسره شويدي . ناروغان يوازی د دغه کارت په وسيله د طبی مرستې په ټاکل شوې ساحه کې د ښار په سلو روغتونونو کې درملنه منلی او په لس ګونو درملتونونو کې درمل اخيستی شی . د دا لين ښار د دغې تګلارې پلی کولو ته د روغتونونو لخوا هر کلی ويل شوی دی . د دوستۍ په نامه روغتون مشر ښاغلي جانګ جون لو وويل پخوا به موږ کله کله له بی وزليو ناروغانو سره لانجه کوله ځکه چې د پيسو ورکولو په مهال به ناروغان له ستونزو سره مخامخ وو .د ناروغانو خپلوانو غوښتل چې ژر د ناروغۍ درملنه وکړی ، خو موږ به يوازی له پيسو اخيستلو وروسته
په درملنه پيل کاوه چې په نتيجه کې به ناندرۍ يا لانجه رامنځته کيده . خو اوس د طبي مرستې تګلاره پلی شوې ده چې له امله يي د روغتون او ناروغانو ترمنځ تضادونه او توپيرونه ليرې شويدي .ښاغلي جانګ وويل د حکومت په لارښونه او هڅونه روغتونونو هم د بي وزليو ناروغانو لپاره امتيازي تګلاره پلی کړی ده . د بيلګې په توګه د ډيرو بی وزليو ناروغانو لپاره د لويو تجهيزاتو په وسيله د معاينې او د لويو عملياتو لګښت په سلو کې ديرش کميږي .