<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-30 18:40:23    
د بيجينګ له اولمپيک سپورتی لوبو وروسته به لا هم داوطلب وي

cri

د می د لومړی نېټی يعنی د زحمتکښانو د نړيوال جشن د اوه ورځنی رخصتی په لومړی ورځ ځوان هونګ فو او د ده ملګريو چې د ٢٠٠٨ کال اولمپيک سپورتی لوبو نښی لرونکی جامی واغوستی ، ډېر وختی يې د بيجينګ د اورګاډيو شتيشن په وړاندی سيلانيانو ته د اولمپيک سپورتی لوبو په هکله اړوند معلوماتي تبلغات ورکړل . په هغه وخت کې د ځوانانو پرمخونو مسکا ليدل کيده .

ځوان هونګ فو چې د چين د مخابری پوهنتون د ځوانو داوطلبانو په ټولنې کې شامل دی ، وويل زموږ په فعاليت کې په عمده توګه بيجينګ ته د راتلونکو سيلانيانو لپاره په ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو په هکله معلوماتي تبلغات کېږي او دوی دې ته هڅول کېږي چې د اولمپيک سپورتی لوبو د هرکلي لپاره مدني عمل وساتي او د بد اخلاقې رويه ودروي چې د دغو لوبو د تر سره کولو لپاره ښه روغتيايی او ټولنيز چاپيريال برابر کړي .

سيلاني وانګ يی او د ده کورنيو غړيو بيجينګ ته له رسېدو وروسته سمدلاسه د داوطلبانو مسکا وليدله . هغه وويل په اورګاډی کې د زيات وخت له تېريدو وروسته ډېر ستړی کېږم ، خو د محصلينو داوطلبانو د خدمتونو له ليدلو وروسته می ډېر أرامتيا احساسوم .

د اوه ورځنی رخصتی په لومړی ورځ د بيجينګ د اورګاډيو په ستيشن کې د مسافرينو لېږدولو شمېر ډېر زيات وو . هونګ فو وويل زما په اند په دې وخت کې سيلانيان د مدنی عمل او چاپيريال ساتلو په هکله تبلغاتو ته ډېر اړتيا لري . برسيره

پر دې زموږ د وطن له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلی سيلانيان بيجينګ ته له رارسيدو

وروسته په لومړی وخت کې د اولمپيک سپورتی لوبو د هرکلي لپاره د چاپيريال احساس وکړي .

د اورګاډيو په ستيشن کې زيات شمېر سيلانيانو د اولمپيک سپورتی لوبو په هکله د معلوماتو کتابونه کتلي دي . د شان دونګ له ولايت څخه راغلي سيلاني لي وويل په بيجينګ کې د اولمپيک سپورتی لوبو د هرکلي چاپيريال ډېر ټينګ دی . بيجينګ ته له رارسيدو وروسته په لومړی وخت کې د محصلينو داوطلبانو له خوا د دغو لوبو په هکله تبلغاتی کتابونه وويشل شول . دغه ځوانان ډېر زيار باسي ، زه له دوی څخه ډېره مننه کوم .

نوموړو ځوانو داوطلبانو د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د عمده وو داوطلبانو په ټاکنې کې ګډون وکړ . هونګ فو په ټاکنې کې برياليتوب تر لاسه کړ ، هغه وويل زموږ په پوهنتون کې زيات شمېر زده کوونکيو د اولمپيک سپورتی لوبو د عمده داوطلبانو د ټاکنې په سيالې کی برخه واخيستله او يو زره او دوه سوه تنو خپل نومونه ثبت کړل ، خو يوازی لس تنو يې بري وموند . هغه وويل د اولمپيک سپورتی لوبو د عمده داوطلب په توګه مقررات زما لپاره ډير وياړ دی او زه ډير خوشحاله يم . زه باور لرم چې په داوطلبی خدمتونو کې به پياوړی توان او تاوده احساسات ښکاره کړم . هغه د اولمپيک سپورتی لوبو د داوطلب په توګه له ټاکل کېدو مخکې د داوطلب په توګه زيات کارونه تر سره کړي دي . هغه پخوا د چين په بی وزلو سيمی کې د ښوونکي په توګه داوطلبانه خدمت تر سره کړی . هغه وويل موږ به د داوطلبانو په توګه د بيجينګ اولمپيک سپورتی لوبو له پای ته رسيدو وروسته هم په نورو داوطلبانه خدمتونو کې ګډون وکړو .