<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-05-31 18:58:55    
د سی چوان په جنوب کې د بانکسو سمندر سيال

cri

ګرانو اوريدونکو ، په چين کې د سيلانۍ په برخه کې يو اصطلاح شته چې وايی په جنوب ختيځ کې د سمندر ، په شمال ختيځ کې د ځنګلونو سمندر ، په شمال لويديځ کې د شګي سمندر او په جنوب لويديځ کې د بانکسو سمندر سيل کېږي . چين ته د سفر په دغه کړې کې به تاسو ته د چين په جنوب لويديځ د سی چوان ولايت د بانکسو سمندر په هکله معلومات درکړو .

د بانکسو سمندر منظره لرونکې سيمه د سی چوان ولايت د يی بين په شاو خوا سيمی کې پروت دی چې د بانکسو ځنګل د عمده ځانګړتيا په توګه کېږي او تاريخی ځايونه هم شته . د دغې سيمې پراخوالی سل او شل مربع کيلومترو ته رسېږي او د څه دپاسه اويا زره کيلومترو پراخوالی د نان بانکس پر پنځه سوه غرنی ډډې باندی پټوي چې يو لوی شنی سمندر ته ورته ده ، نو دغه ځای د بانکسو سمندر په توګه بلل کېږي . د سی چوان ولايت د جنوب د بانکسو سمندر د منظره لرونکې سيمې کارکوونکي ښاغلي لين وي وويل

د بانکسو سمندر په سيمه کې د نان بانکس تر ټولو زيات دی . د نان بانکس د نرينه او ښځينه بانکسونو ويشل کېږي . تجربه لرونکی بزکران د نرينه او ښځينه بانکس ويششلای شي چې هر بانکس څانګې ودې کېږي ، د بانکسو د لومړی نوې څانګې له مخې هغه بانکس نارينه دی چې يوه څانګه ، هغه بانکس ښځينه ده چې دوه څانګې وده کېږي .

د بانسی سمندر په سيمی کې د بېلا بېلو ډولونو بانکسو موزيم موجود دی چې سيلانيان په کې د اته پنځوس ډولونو بانکس کتلای شي چې ډېر کم تر سترګو کېږي . دغه موزيم په ١٩٨٦ کال کې جوړ شوی چې په چين کې د بانکسو ښکارولو لومړی ځانګړی موزيم دی او پراخوالی يې دری زره او اته سوه مربع مترو ته رسېږي . د موزيم عمده ودانۍ پر اوبو باندی جوړېږي او د چين د عامو وګړيو د هستوګنځيو د بڼې په شان د باغونو له مخې د ودانيو ، پوړونو او دالان تر منځ د تړلېدو شکل لری . د دغې سيمې کارکوونکي ښاغلي لين وی دا معلومات ورکړل چې په موزيم کې د بانکسو له خوا د جوړ شويو هنري شيانو په نندارتون کې د بانکسو له خوا جوړ شوی وسله والی او موسيقې الی شته . دغه هنری شيان ټول د سی چوان ولايت په جنوب کې د بانکسو سمندر په سيمی کې د غوره بانکسو له خوا جوړ شوی دی . هغه وويل

دغه موزيم په چين کې د بانکسو شيانو د ښکاريدو لومړی ځانګړی موزيم دی . د بانکسو په دواړو اړخونو کې د سی چوان ولايت په جنوب کې د بانکسو سمندر په سيمی کې د هغو اته پنځوسو ډولونو بانکس دي چې ډېر کم تر سترګو کېږي . د چوی بانکس په نړۍ کې تر ټولو د کوچنيو بانکسو ډول دی چې قطر يوازی صفر اعشاريه يو او صفر اعشاريه دوه ملي ميترو ته رسېږي . د نان بانکس د شوی بانکس په پرتله ډېره لوړه ده .

د بانکسو سمندر په منظری سيمی کې هرومرو د بانکسو ډوډی وخوړل شي . د دغه ډوډی ټول اصلی توکي له بانکسو سره نژدی اړيکی لری او د غذا ډولونه سلو ته رسېږي . د لار په غاړه په يو کوچنی دوديز راستوران کې خاوند جانګ ليانګ تيان

سيلانيانو ته د هوانګ با په نامه يو ځايی ډوډی وړانديز وکړ . هوانګ با د بانکسو پونګو د پوستکو له لاری د يو ډول وريجو په پټولو سره په ديګ کې له پخولو وروسته خوړل کېږي .

ښاغلي جانګ : هوانګ با ډېر خوندور دی چې د بانکسو ښه بويی لری .

د سيلانې لارښوونکې : زه لومړی دغه خوړه خوړم ، ډېر خوندور دی او خوږه ده . دغه خوړه د څه شی له خوا جوړېږي .

ښاغلي جانګ : هوانګ با د نان بانکسو پونګو د پوستکو له خوا جوړېږي .

ګرانو اوريدونکو ، د دغه بانکسو سمندر په سيمې کې منظره ډېره ښکلی ده او هوا برابره ده چې د هر کال منځنې تودوخه يوازی پنځلس سنتيګراد ته رسېږي . په بېلا بېلو موسمونو کې سيلانيان مخلف بانکسی منظرې کتلای شي . ګرانو اوريدونکو ، چين ته د سفر نننې پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد ، ستاسو له اوريدلو څخه ډېره مننه کوم . راتلونکی اونې به بيا واورئ !