<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-01 17:31:44    
د چين او افغانستان تر منځ کلتوری تبادله

cri

 د مې په نه ويشتمه نېټه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزرات مرستيال پوهنمل غلام نبی فراهي د چين نړيوالې راډيو ته راغلی وو چې په ترڅ کې يې د پښتو څانګې څخه هم ليدنه وکړه.چين ته د دغه سفر په اړه او په مطبوعاتی او کلتوري ساحه کې د دواړو هېوادونو د پرمختګ او د خپلمنځي همکارۍ په هکله مو له مرستيال وزير سره يوه مرکه کړې چې د هنر او کلتور په ننۍ کړۍ کې به يې تاسو ته درواوروو.

په وروستيو کلونو کې د افغانستان او چين ترمنځ په مطبوعاتی او کلتوری ساحه کې تګ راتګ د زياتېدو په حال کې دی. په دې هکله د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړيکيو کې لوی پرمختګ رامنځ ته شوی دی. په دې هکله ښاغلی فراهي وويل

د چين د دولت او خلکو له افغانستان سره ډېرې ښې اړيکې درلودې.دا اړيکې د هغه پخوانی اساس او بنسټ دی چې ډېر کلونو پخوا زمونږ او دچين د دولت او خلکو ترمنځ ښې سوداګريزې اړيکې جوړ شی دی چې له نيکمرغه په وروستيو کلونو کې دا مناسبات لا پسی شوی دی، هم په سوداګيز لحاظ، په سياسی لحاظ او هم په فرهنګی او کلتوري لحاظ باندی دی او اوس په ډېرو ښو او نيکو مناسبات ډېر پرمختګ کړی دی.په دې هيله يمه چې چين او افغانستان ترمنځ په نور هم ديته ورته فرهنګی او کتلوری ساحو کې ډېر پرمختګ راشی.ما هم مخکې ستاسو د راډيو له مشر سره وکتله او دوی په دې باندی ما ته وويل چې پښتو پروګرام نور هم پراخ

کوی .زه فکر کوم چې په راتلونکی کې زمونږ او د چين د دولت او خلکو ترمنځ فرهنګی او کلتوري مناسبات لا هم پسی راخه شي.

ښاغلی فراهي زياته کړه ياده شوې همکاري او تبادله د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکيو د ټينګښت لپاره ډېر اهميت لري. ده وويل

زه فکر کوم چې دا به د دوو دولتونو ترمنځ يو ډېر ستر ردول او اهميت ولري بلکې د مليتونو ترمنځ به هم د نژديوالی وګرځي او زموږ د خلکو ترمنځ به دا اړيکې لا هم ټينګې شي.

ښاغلی فراهي په مطبوعاتی او کلتوري ساحه کې د نورو همکاريو د پياوړتيا لپاره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلنکو هڅو په هکله وايي

د راتلونکی لپاره په فرهنګی او کلتوري برخه کې څو تکې مهې دي.يو دا چې يخوانی ټول پروتکونوبايد د پلان له مخې پلی شي . مونږ بايد کوشش وکړو چې د هنر،د کتاب،د نشر،د رايو او تليويزيون،د ګرځندوی په برخه کې ،د ځانانو په برخه کې يو سلسل نور اقدام ته هم وګړو.د پښتو ژبې لپاره زه باو لرم چې چين په دولت کې د پښتو راډيو پروګرامونه لا هم زيات شي او په پښتو ژبه باندې به کتابونه ، نشرات او ورځپاڼې دلته پيدا شي.