<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-02 19:28:44    
د چين د ژوی ان ښار په کليوالو سيمو کې د همکارۍ ټولنه

cri

د پولی چارو وروسته پاتی حالت تل د چين په کليوالو سيمو کې د اقتصادی پرمختګ په بهير کې يوه ستونزه ده خو د چين د ځه جيانګ ولايت په ژوی ان ښار کې بزګرانو په پولی چارو کې ښه خدمتونه تر لاسه کړي دي .مثلأ د پيسو راغونډولو په بهير کې بزګران له ستونزو سره نه دی مخامخ شوی .ځکه دوی کولی شی چې په کليوالو سيمو کې د همکارۍ له ټولنې څخه پورونه واخلي .

د دغه ښار د جو او دي کلی اوسېدونکی جو اينګ يو ٤٠ کلن بزګر دي د دغو پورونو برابرولو د يادونې په ترڅ کې نوموړی خبريال ته وويل د ده کلی د دی له امله مشهور دی چې له دوو سوو کورونو څخه زياتره کليوال وګړي د جارو درولو په کارونو بوخت دي .پخوا د توليد په پراخولو سره زيات بزګران د پيښو د کمښت له ستونزو سره مخامخ وو ،نو زياترو يی غوښتل چې له بانکونو څخه پورونه واخلي ،خو د پورونو غوښتلو بهير ډير پيچلی و،نو داسی پولی موسسه لازمه وه چې د پيسو راغونډولو په برخه کې له بزګرانو سره مرسته وکړي . اوس دغه حالت بدل شوی چې له مخې يې زياتو کليوالو وګړيو په دغه ټولنه کې ګډون کړی او په اسانه توګه يی پورونه اخيستی دي . دغه ټولنه په ځانګړی توګه بزګرانو ته د پيسو برابرولو ،بازاری پلورنې او تخنيکی لارښوونې په شمول خدمتونه کوي .په ژوی ان ښار کې دغه کليواله ټولنه په ځايی سيمه کې د بزګرانو لپاره لومړی ټولنه ده .

د دغه ښار مرستيال چن لين وويل دغه ټولنه يو بانک نه دی ،خو له دی لاری بزګرانو لاښه پولی خدمتونه تر لاسه کړي دي .د دغې ټولنې د جوړونې موخه د بزګرانو د شتمني ده چې په بنګلا ديش کې له کليوال بانک سره ور ته ده .په

بنګلاديش کې دغه بانک چې د نوبيل جايزه تر لاسه کوونکی ښاغلی محمد يونس

له خوا جوړ شوی،د کوچينۍاندازې پورونو برابرولو په کارونو بوخت دی او په ځانګړی توګه د بی وزليو کسانو لپاره پورونه برابروي او د بی وزليو کسانو په تېره بيا د ښځو ترمنځ د بی وزلۍ د له منځه وړلو لپاره مرسته کوي .په چين کې دغه ټولنه له نوموړی بانک سره يو شان ده .تېر کال د دغې ټولنې له جوړولو راهيسې زياتو بزګرانو تری ګټې تر لاسه کړې دي .

د معلوماتو له مخې په ژوی ان ښار کې دغه ټولنه د چين په کليوالو سيمو کې د پولی اصلاحاتو لپاره يوه ازمويښتی موسسه ده او د بزګرانو له خوا يې هر کلی شوې دی .زياتو کارپوهانو هم هيله څرګنده کړې چې دغه ټولنه په کليوالو سيمو کې په پولی پرمختګ کې مهم رول ولوبوي .د چين د خلکو پوهنتون د کليوالو مسئلو د څيړنې په اړه کارپوه ون تي جون وويل د ژوی ان په شان ښارونو کې د دغې ټولنې جوړونه يوه مهمه ازموينه ده .اوس په نوموړی ښار کې دغه ازموينې برياليتوب تر لاسه کړی دی ،نو په راتلونکی کې به دغه بڼه نورو سيمو ته پراخه شی .