ګرانو اوريدونکيو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم . زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته ځوابونه پکی ورکوو . هېله لرم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسی .
درنو دوستانو ! څو ورځې دمخه زمونږ يو اوريدونکی په خپل ليک کې پوښتنه کړې وه چې په چين کې څومره اخترونه او کوم دي نو د پروګرام په دې برخه کې به تاسو ته د چين د ځينو مهمو اخترونو په اړه څه معلومات وړاندی کړم .
په چين کې ترټولو مهم اختر پسرلنی اختر دی . دغه اختر د چين له عنعنوی کرنيز کاليز سره سم د يو کال پيل ګڼل کيږی . چينايان دغه اختر ته په ډيره درنه سترګه ګوری او هر کس د دې کوشش کوي چې په دغه اختر کې له خپلو کورنۍ سره يو ځای وخت تير کړي . د پسرلنی اختر د چين له عنعنوی کرنيز کاليزسره سم تقريبأ د عيسوی کال له فبروی يا مارچ مياشتې سره سمون خوری .
د چين د پسرلی اختر نيمه مياشت دوام لری او د چين له کرنيز کاليز سره سم د هر کال د لومړی مياشتې تر پنځلسمې نيټې پوری يعنی د دغې مياشتې په ١٥ نيټه د چين يو بل اختر لمانځل کيږی چې يوان شياو جيې نوميږی . د يوان شياو جيې له لمانځنې وروسته د سپرلنی اختر په رسمی توګه پای ته رسيږی خو په حقيقت کې په تيره بيا په ښارونو کې خلک د پسرلی اختر د لمانځنې لپاره يوازی د يوې اوونۍ رخصتی لری . د يوان شياو په اختر کې چينايان يو ځانګړی خوراک خوری چې يوان شياو نوميږی . دغه ډول
خوراک د وريجو له اوړو څخه جوړيږی او شيرنی يا خواږه هم پکی وي .
اوس په چين کې يو بل عنعنوی اختر رانژدی کيږی چې دوان وو جيې نوميږی . د دوان وو اختر د چين د يو لرغوني شاعرچيو يوان د يادونې لپاره ټاکل شوی وو . چيو يوان د ميلاد نه شاوخوا دری سوه کاله مخکی ژوند کاوه . دده وطن يعنی د چو په نامه پاچاهۍ له راپرزيدو وروسته يی په سيند کې خپل ځان کښته کړ نو ځايی خلکو دغه ورځ د يوې ځانګړی ورځې په توګه ياده کړه او نسل په نسل د چيو يوان ملت پالنې په توګه پاتی شوه . نوموړی د چين په تاريخ کې يو ستر شاعر هم و چې د لی ساو په نامه د شعرونو يو کتاب يی ليکلی و.
اوس چينايان په دغه اختر کې يو ځانګړی خورا ک هم خوری چې زونګ زی نوميږی . د زونګ زی شکل مثلث ډوله دی او پکی وريجی او مميز هم شامل دی .
ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ به پای ته نژدی شوې ده نو په پای کې به د فرهاد دريا يوه په زړه پوری سندره واورئ .
ګرانو دوستانو ، که تاسو غواړی زمونږ د خپرونې او چين په اړه معلومات ترلاسه کړئ نو زمونږ څانګې ته د پوستی له لارې ليکونه راولېږئ يا د پرېښنا ليک له لارې له مونږ سره اړيکی ټينګی کړئ .
په پاکستان کی زمونږ پوست بوکس پته دا ده : Gpo post box No.2017
اسلام أباد پاکستان
او زمونږ د بريښنا ليک پته : pushtu@Chinabroadcast.cn