<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-03 19:18:12    
د لی جيا له خوا ويل شوی چينی ولسی سندری

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ځوانې سندرغاړی لی جيا له خوا ويل شوی يو لړ چينی ولسی سندری وړاندی کړو٠

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين په جنوب لوېديځه سيمه کی د دای قوم يوه ولسی سندره واوريده ٠ ددغی سندری نوم سپوږمۍ دی چی د لی جيا له خوا ويل شوی ده٠ دغه سندره د جونګ ژوان، ګو جنګ او باوو په ګډون د چين موسيقۍ د دوديزو الو په واسطه په ماښام کی د دای قوم د خلکو ژوند څرګندوي٠

لی جيا د چين د منځنی جنوب هو نان په ولايت کی زېږېدلې او په ١٤ کلنۍ يی د چين د هو نان ولايت په هنری ښوونځی کی د څو کلونو په موده کی د هو نان هوا ګو ډرامې

زده کړه وکړه٠ له دی وروسته بيا لی جيا په ١٩٩٧ کال کی د چين د موسيقی په پوهنتون کی له پروفيسر ځو ون چين څخه د ولسی سندرو زده کړه وکړه او ٥ کاله وروسته د چين د ولسی ازادی بخښونکی پوځ د عمومی سياسی سندرو ويلو او نڅا ډلی يوه ځانګړی سندرغاړی شوه٠ لی جيا څو ځله د سندرو ويلو په لويو سياليو کی ګډون کړی او زيات شمېر نندارچيان يی راجلب کړی دی٠

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د چين د سه چوان ولايت يوه غرنی سندره واوريده چی نوم يی دی څه وخت د هوای په نامه ګل د غوړېږي٠

د پروګرام په پای کی به په ګډه د لی جيا له خوا ويل شوی د ګوی جو ولايت د شينو يوه سندره واورو٠

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!