<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-03 19:23:18    
د تيانو او موادو راټولول او ذخيره کول اوس يو نوی دود ګرزيدلی دی

cri

د چين د اقتصاد د چټکه پرمختيا او د خلکو د ژوندانه سويی په اوچتيدو سره په فارغ وخت کی د خلکو د ژوند شکلونه هم بيلا بيل او رنګا رنګ ښکاری چی په دی ترڅ کی د تيانو او موادو راټولو او ذخيره کول د يو زيات شمير خلکو نوی علاقه مندۍ ګرزيدلی ده٠

د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسی د تنفيذ نه وروسته د چين اقتصاد چټکه پرمختيا موندلی او د خلکو د ژوندانه سويه هم ډيره لوړه شوی ده، نو د خلکو د ژوند شکلونه هم رنګارنګ شوی، مثلا اوس ډير چينايان د دی طاقت لری چی د خپلی اضافی پيسی د توريزم، لوبی کولو، د روغتيا ساتنی ، ورزشونو، سيل کولو، جمع کولو او داسی نورو مصارفو له پاره پکار واچوی٠ په دی بهير کی جمع کول او ذخيره کول په دی وروستيو کلونو کی د چينايانو په منځ کی رامنځ ته شوی يو نوی رسم او دود ګڼل کيږی ، لکه د پوستی تيکيټونه ، باستانی او لرغونی اثار، نقشی، چينی باب او داسی نور شيان ټول د جمع کولو شيان ګڼل کيږی، د دغه رسم او دود په رامنځ ته کيدو سره د چين په ډيرو ښارونو کی د انتيک او زاړو شيانو بازارونه يو د بل پسی رامنځ ته شوی دی، د بيجينګ په مثال همدغسی بازارونه هم ډير زيات دی چی په دی جمله کی د ليو لی څان او پان جيا يوان بازارونه يوازی په بيجينګ بلکه په ټول هيواد کی ډير مشهور دی، لکه د هری اونی په پای کی د پان جيا يوان بازار په زرګونه خلک ځان ته راجلبوی چی په دی کی يو زيات شمير تاريخی اثارو ټولونکی هم شامل دی ، د يوی اونی په پای کی خبريال د پان جيا يوان له بازار څخه ليدنه وکړه

او له ځينو خلکو سره يی مرکه وکړه، ښاغلی جان لی ون دا علاقه لری چی ډول ډول چينی باب راجمع کړی، هغه خبريال ته وويل چی د تيری پيړۍ له نهمی لسيزی نه راهيسی ما د چينی بابو په جمع کولو پيل وکړ، تر اوسه پوری می څه د پاسه يو سل بيلا بيل ډولونه چينی باب راجمع کړی دی، هغه وويل چی ځينی خلک يوازی زاړه چينی باب جمع کوی، خو زه له دوی سره توپير لرم ، د دغه شيانو د راجمع کولو په وخت کی زه هغه د خپلی خوښی سره سم اخلم ، که يوازی شکل او رنګ ئی ښکلی وی بيا يی اخلم ،پروا نه شته چی تاريخ يی اوږد يا لنډ دی که څه هم اوس ريښتيانی انتيک او زاړه چينی باب ډير لږ پيدا کيږی، برعکس تقليدی توليدات ډير شته ،مګر زما په سترګو کی يی ټول هنری توليدات او ارزښت دی٠

له دی څخه څرګنديږی چی اوس د چين اقتصاد پرمختيا موندلی او د خلکو د ژوندانه سويه اوچته او عايدات يی زيات شوی دی، او په دی وجه د ژوند په نسبت د خلکو غوښتنه زياته او د فراغت په وخت کی د خلکو د ژوند شکلونه هم رنګارنګ او غنی ښکاری٠