<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-04 16:22:07    
د چين د شينجيانګ وچې مېوې تود بازار لری

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به يو مضمون واورئ چې عنوان يې دی د شينجيانګ وچې مېوې تود بازار لری٠

( سندره ) دغه سندره چې تاسو واوريده، د چين د شينجيانګ د ستايلو په هکله يوه خوندوره سندره ده چې نوم يې دی ٌ شينجيانګ يو ښه ځای دی ٌ ٠ شينجيانګ نه يوازی غنی طبيعی سرچينې ، کانی زېرمې او ښکلی منظرې لری، بلکی د مېوو يو مشهور توليدی ځای هم دی٠ د دغې سيمې د قومول حټکی، د کورلا خوشبوی ناک او د تورپان انګور په ټول چين او حتی په نړۍ کی شهرت لری٠

په روان کال کی د شينجيانګ د وچو مېوو بازار ډير تود دی٠ د د دغې سيمې په تورپان کی د شن دا په نامه د تازه او وچو مېوو د عمده پلورنې په لوی بازار کی زيات هغه لوی باروړونکی موټرونه چې له وچو مېوو څخه ډک دی، دريږی او د اخيستونکو د رارسيدو انتظار باسی، په بېلا بېلو غرفو کی د اخيستونکيو د راجلبولو لپاره د پلورونکو نارې په پرله پسی توګه پورته کيږی٠

دغه بازار د چين د ٣١٢ لمبر دولتی سړک تر څنګ پروت دی ٠ هر سهار سيمه ايز بزګران د څه دپاسه دری سوو رکشا موټرو په چلولو د ډول ډول تازه او وچو مېوو په راوړلو سره دغه بازار ته راځی او معاملات کوی چې د دغه بازار له نهه سوو غرفو څخه د اته سوو غرفو خاوندان سيمه ايز بزګران او د نورو سلو غرفو خاوندان سوداګران دی٠ د تورپان پر سيمه ايزو وچو مېوو برسيره د شينجيانګ د جنوبی سيمې په کاشغر، خوتان او اقسو کی توليدی شوی وچی مېوې مثﻵ غوځان، وچ زردالو ، بادام او انځير هم په دغه بازار کی ډير زيات اخيستونکی راجلبوی٠ حتی د شيجيانګ د ګاونډی ولايت ګان سو د څو ځايونو وچې مېوې هم په دغه بازار کی پلورل کيږی٠ په ٢٠٠٦ کال کی د تورپان د شن دا په بازار کی د څه دپاسه يو لک ټنو تازه او وچو مېوو معاملات ترسره شول ٠ اوس دغه بازار په شينجيانګ کی د تازه او وچو مېوو د معاملاتو تر ټولو لوی ځای ګرځيدلی او سوداګريز شيان يې د چين پر څه دپاسه شلو ولايتونو او لويو ښارونو کې پلورل کيږی او په شينجيانګ کې د وچو مېوو بازاری بيې کنترولوی٠

د تورپان ښار بزګر لطيف اسماعيل وويل : په تير کال کی د ده د انګورو د باغ پراخوالی صفر اعشاريه شپږ هکتاره و چې د حاصل شويو انګورو اکثره برخه يې د تازه انګورو په توګه وپلورلې ، له پاتی شويو انګورو څخه يې مميز جوړ کړل او د مميزو پلورلو په برخه کې کلنی عايدات يې يو لک ژن مين بی يوانو ته ورسيدل٠ هغه په خوشحالۍ سره وويل : هر کله چې لوی اختر، نوی کال او د چين دوديز پسرلنی اختر رارسيږی ، د وچو مېوو د مصرف اندازه هم زياتيږی او بيه يې لوړيږی٠ نو د دغو اخترونو په موده کی د زېرمه شويو وچو مېوو له پلورلو څخه لا زياتې پيسی ترلاسه کولای شم٠

په تير کال کی د شينجيانګ د تورپان په سيمه کی د انګورو ښه حاصلات ترلاسه شول ، د ټولې سيمې عمومی توليدی اندازه يې شپږ لکه او نوی زرو ټنو ورسيده او د يو لک او پنځوس زرو ټنو تازه انګورو پر پلورلو برسيره يې يو لک او لس زره ټنه مميز هم حاصل کړل چې له دی امله د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د بزګرانو لپاره د بی وزلۍ د ليری کولو او بډای کيدو نوی لاره پرانيستل شوې ده٠

پخوا په شيجيانګ کی يوازی کوچينو سوداګرو د وچو مېوو په معاملاتو لاس پوری کاوه ، خو اوس دغه معاملات په پرله پسی توګه پرمختګ کوی او زيات

لوی سوداګران هم په دغو معاملات بوخت دی٠

د معلوماتو له مخی، د شن دا په نامه د تازه او وچو مېوو د عمده پلورنې په بازار کی د مميز ډولونه له دېرشو څخه زيات دی او د هر کيلوګرام بيه يې له اتو ژن مين بی يوانو څخه تر شلو يوانو پوری او د تورپان د ښاری سيمې په پرتله دوه يا پنځه يوانه ارزانه دي٠ خو چمتو شوی او ثبت شوی سوداګريز مارک لرونکی مميز بيا ګران دي٠

د تورپان په ښاری سيمه کی د مميزو يو داسی ځانګړی دکان شته چې پکی يوازی ثبت شوی مارک لرونکی مميز پلورل کيږی٠ د دغه دکان خاوند وويل : زما په دکان کی پلورل کيدونکی مميز د کارکوونکو لخوا دانه په دانه انتخاب شوی او په ښکليو صندوقونو کی ايښودل کيږی چې په هر صندوق کی په جلا جلا توګه يو ، دوه يا دری کيلوګرامه مميز ځائيږی ، دغه مميز يو ډول ډير ښه سوغات ګڼل کيږی ، خو ډير ګران دی چې د يو کيلوګرام بيې له شلو يوانو څخه تر څلويښتو يوانو پوری رسيږی٠

اوس يوازی هغې وچې مېوې چې کيفيت يې ډير ښه وی او په ډير ښه شان سره پوښل کيږی، زيات فرمايښت ترلاسه کولای شی ٠ اوس د شينجيانګ دغه غوره وچې مېوې نړيوال بازار ته هم ننوتلې دي٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو يو مضمون واوريد چې عنوان يې و د شينجيانګ وچې مېوې تود بازار لری ٠ ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو!