د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبې نه يوازی د مشهورو نړيوالو لوبغاړو لپاره د خپل سپورتی مهارت د څرګندولو ښه فرصت دی ، بلکه د هنرمندانو پاملرنه يې هم راجلب کړې ده. څو ورځې دمخه لس تنه مشهور نړيوال عکسان د عکس اخيستلو لپاره بېجينګ ته راورسيدل.
د اولمپيک دغه لوبې نه يوازې د بېجينګ د سپورت يو لوی فعاليت دی ، بلکه يو ښه فرصت هم دی چې نړۍ ته خپله بڼه وښيي. د يو اوږد تاريخ لرونکی لرغونی ښار په توګه، اوسنی بېجينګ يو داسی ښار دی چې لرغونی کلتور او عصری تمدن پکې سره يو ځای کيږی. د دې لپاره چې ډېر بهرنيان د بېجينګ او چين په اړه معلومات تر لاسه کړي، د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتی کمېټې د اولمپيک ښار په عنوان د عکس اخيستلو يو فعاليت تر سره کړ او لسو مشهورو نړيوالو عکاسانو ته يې بلنه ور کړه چې د خپلو کمرو له لارې د بېجينګ بڼه څرګنده کړي او د دوی د عکسونو لپاره به يو نندارتون جوړ شي. د دغې کمېټې د تبليغاتی ادارې د مشر مرستيالې وانګ هوی وويل په وروستيو کلونو کې د بېجينګ تشکيلاتی کمېټې په نورو هېوادونو او سيمو کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د عکسونو نندارتون جوړ کړې او بېجينګ ښار تل د بهرنيو دوستانو پاملرنه را جلبوي.
ميرمن وانګ هوی وويل: د ٢٠٠٥ کال په اکتوبر کې د امريکا د کنيدی په هنري مرکز کې مو د نوی بېجينګ او اولمپيک لوبو په اړه د عکسونو نندارتون تر سره کړ. په هغه وخت کې يوې ښځې د دريو ځلو لپاره زما ننداره وليده او د يو عکس په مخ کې ولاړ وه او نه خوځېده. بيا هغې له ما څخه غوښتنه وکړه چې له نندارې وروسته دغه عکس پر هغې وپلورم. ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې له دغه عکس سره دومره مينه لري؟ هغې وويل له دغه عکس څخه د چين تاريخ څرګنديږی. نو ما ژمنه وکړه چې د دغه عکس يو کاپی دې ته ورکړم. نژدی په هره ننداره کې دغه شان پېښه شوې او ډېرو نندارچيانو زموږ په کتابچو کې پارونکې ويناوې ليکلې. زما په اند، دا بېجينګ ته د عکاسانو راجلبولو يو لامل دی.
د ميرمن وانګ هوی په اند، بېجينګ يو تازه ځواک لرونکی ښار او ښاريان يې مېلمه پال دي، نو بېجينګ ته د دغو عکاسانو سفر به له خوشحاليو څخه ډک وي.
هاری ماتسون چې له نيويارک څخه راغلی، په نوموړو لسو مشهورو نړيوالو عکاسانو کی شامل دی. د ده په سترګو کې بېجينګ يوه ځانګړی راجلبونکي بڼه لري او دی ډېر خوشحال دی چې بېجينګ ته راغلی او دلته د ژوند او کلتور احساس کوی. هغه وويل : زه د امريکا په نيويارک کې زېږېدلی يم. بېجينګ د نيويارک په پرتله ډېر لوی دی او دلته د ژوند رنګارنګې لارې موجودې دي. دا د خوښۍ وړ خبره ده. په وروستيو ورځو کې پر يو بايسکل د بېجينګ په ګوټ ګوټ کې وګرځېدم او له ډېرو ښاريانو سره مې د خبرو تبادله وکړه. دوی ما ته په خپلو کورونو کې د مېلمستيا بلنه راکړه او ما ته يې د بېجينګ لرغونی تاريخ معلوم کړ چې ډېره مننه تری کوم.
هاری ماتسون وويل دی به په دغه فعاليت کې په خپلې کامرې نړيوالو دوستانو ته د بېجينګ بڼه څرګنده کړي.