<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-04 18:03:54    
په چين کې يوه داسی نفتی سيمه کشف شوې چې د زېرمې اندازه يې له يو مليارډ ټنو څخه زياته ده

cri

ګرانو اوريدونکيو ،د چين د نفتو او طبيعی ګازو ډله اييز شرکت په وروستيو ورځو کې اعلان وکړ چې د چين د شمال د هه بی ولايت د بوهای خليج په تان های سيمه کې د نان پو په نامه يوه نفتی سيمه کشف شوې چې د زېرمې اندازه يې له يو مليارډ او شل مليون ټنو څخه زياته ده .اوس دغه نفتی سيمه د خلکو د پاملرنې وړ ده .د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغې نفتی سيمې په باب معلومات وړاندی کړو .

د بو های خليج د چين د نفتواو طبيعی ګازو د سرچينو له لويو کاسو څخه شمېرل کيږي .د نان پو په نامه نفتی سيمه په دغه خليج کې پرته ده .د چين د نفتو ډلې د جی دونګ نفتی سيمې د عمومی مدير مرستيالې دونګ يوو شيا د دغې سيمې د کشف کيدو حالت د يادونې په ترڅ کې وويل  د دغه خبر له خپريدو وروسته مونږ ډير خوشحاله يو .

د چين د ساينس اکادمی غړی او د چين د نفتو د اسهامی شرکت د عمومی مدير مرستيال جيا چنګ جاو وويل د دغو نفتو موندل د دولتی نفتو او طبيعی ګازو د امنيت ساتنې په ضمانت کې ډير مهم رول لوبوي او په دغه سيمه کې د سروی کولو کارونو په پياوړتيا سره به نوی پرمختګ رامنځته شی  د چين د ختيځې برخې د اقتصاد په پرمختيايی سيمه کې چې پلازمېنې ته نژدی ده ،دغه نفتی سيمه موندل شوې چې دا د هېواد د نفتو او طبيعی ګازو د امنيت ساتنې د ضمانت لپاره ډير مهم سياسی او اقتصادی اهميت لري .

اوس په نړۍ کې چين له امريکاوروسته د نفتو لګولو په برخه کې دوهم لوی لګښتي هېواد دی او له امريکا او جاپان وروسته درېيم لوی واردوونکی هېواد دی .په ٢٠٠٦ کال کې د چين له خوا د واردو شويو اومو نفتو اندازه يو سل او شپېته مليون ټنو ته رسيدلی چې د اومو نفتو د عمومی لګښتی اندازې په سلو کې نيمه برخه يې نيولې ده .نو د زياتو خلکو په أند د دغې نفتی سيمې د موندلو له امله به تر زياتې اندازې پوری د چين د انرژۍ د کمښت حالت بدل شی او د انرژۍ سپمولو فشارونه هم کم شی .

پردی سربيره د چين د ټولنيز اکادمی غړی ښاغلی جيانګ ځونګ هوا وويل زما په أند د دغې نفتی سيمې د موندلو له امله به د چين د انرژۍ د کمښت حالت بدل نه شی .ځکه چې د اقتصادی پرمختګ او د ژوند سويې د لوړوالی له امله د نفتو په برخه کې لګښتی اړتياوې زياتې شوې دي .

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د انرژۍ څېړنې مشر جو دا دي هم وويل د دغې نفتی سيمې د موندلو له امله به د چين له خوا د نفتو د واردولو حالت په بنسټيزه توګه بدل نه شی .هغه وويل  په نړۍ کې د نفتو د زېرمې اندازه له سل مليارډ ټنو څخه اوښتی ده . نو د دغې نفتی سيمې د زېرمې اندازه به د نړيوالو نفتو پر برابرۍ ستره اغيزه ونه کړي .

کارپوهانو دی ته اشاره کړې چې د دغې نفتی سيمې له موندلو څخه د خوشحالۍ ترڅنګ بايد خلک بايد خپل ويښتوب وساتي .نفت به هرو مرو کم شی نو چين بايد د انرژۍ استخراجولو او سپمولو ته په درنه سترګه وګوري او په معقوله توګه نفت وکاروي .د چين د ټولنيزی اکادمی غړی ښاغلی جيانګ ځونګ هوا وويل د انرژۍ

سپمول تل د چين د اقتصادی پرمختګ يوه موخه ده

مونږ بايد د انرژۍ سپمولو ، د انرژۍ لګښتونو د کمولو ،د چاپيريال ساتنې او د ککړتيا کمولو لپاره کوشش وکړو چې د اقتصاد پرمختيايی لاری چاری په بنسټيزه توګه بدلې شی .نو د دغې نفتی سيمې د موندلو له امله به د انرژۍ سپمولو موخه نه بدله نه شی .

له پلان سره سم به په راتلونکی کال کې دغه نفتی سيمه هغه موخه تر سره کړي چې له مخې به يې ١٠مليونه ټنه اومه نفت توليد کړي .د دغې نفتی سيمې مسئول په وروستيو ورځو کې ژمنه وکړه چې دوی به په راتلونکی کې له نړيوالو تصديو سره همکاری وکړي او د نفتو د استخراجولو په برخه کې به غوره تکنالوژی وکاروي .