<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-05 18:24:35    
د چين لوبغاړي چن جونګ د تکواندو په اتلوليو کې ستر برياليتوب تر لاسه کړ

cri

په وروستيو ورځو کې د ٢٠٠٧ کال د تکواندو نړيواله اتلولی په بېجينګ کې پای ته ورسيدله او د چين لوبډلې دوه طلايی او يو نقره يی درې مډالونه تر لاسه کړل چې په تاريخ کې تر ټولو ښه برياليتوب و. د اتلولۍ په وروستی ورځ د چين مشهورې لوبغاړی چن جونګ د دوه اويا کيلوګرامو په وزن ښځينه سيالی کې لومړی ځای ونيو چې په بريالی توګه يې د اولمپيک لوبو، نړيوالی اتلولۍ او نړيوال کپ په دريو لويو سياليو کې طلايی مډالونه تر لاسه کړی دی.

د تکواندو په برخه کې د يوې مشهورې لوبغاړې په توګه، پنځه ويشت کلنه چن جونګ پخوا د اولمپيک لوبو د دوو دورو، د نړيوال کپ سيالی او هم د اسيايی سپورتی لوبو طلايی مډالونه تر لاسه کړی، خو يوازی د نړيوالې اتلولۍ طلايي مډال يې نه و ګټلی. په دغه اتلولی کې چن جونګ د لومړيو څلورو پړاوونو په سياليو کې په اسانه توګه بريالی شوه او وروستی سيالی ته ننوتله. په وروستی سيالی کې دې د کوريا جمهوريت غښتلې لوبغاړې هان جن سون ته ماته ورکړه او لومړی ځای يې ونيو. په دغه برياليتوب سره چن جونګ د چين ملی بيرغ پر شا په سټديوم کې په منډو وهلو له نندرچيانو څخه مننه څرګنده کړه. هغې خبريال ته وويل 

په خپل هېواد کې د نړيوالې اتلولۍ طلايی مډال تر لاسه کول زما لپاره ډېر اهميت لري. کله چې ملی بيرغ پورته کېده او ملی سرود غږېده، ما ژړل . زما په اند، زه تر ټولو پياوړې يم.

د چين د تکواندو لويې ټولنې سرمنشی جاو لې وويل د روزنې په ترڅ کې چن جونګ ډېر کوشش کړی چې په پايله کې يې نننی برياليتوب تر لاسه کړی دی. ځکه چې تکواندو د لوبغاړيو بدنی توان او تکنولوژۍ ته ډېره اړتيا لري، نو لوبغاړی بايد د اوږد وخت لپاره روزنه وکړي او ښايي ښه برياليتوب تر لاسه کړي. چن جونګ په ١٩٩٥ کال کې د تکواندو په روزنه پيل وکړ او په ١٩٩٧ کال کې په ملی لوبډله کې شامله شوه چې تر اوسه پوری له هغه وخت راهيسی لس کاله تير شوي دي. ښاغلي جاو لې وويل 

د رسمی روزنې وخت د لوبغاړيو لپاره ډېر مهم دی. چن جونګ په ملی لوبډله کې تر ټولو اوږده روزنه لري، نو زما په اند، د تکنولوژۍ، تاکتيک، روحياتو او د سيالی رويې په شمول برخو کې دا ډېره پخه شوې ده.

د خپلې لور د برياليتوب له ليدلو وروسته، د چن جونګ مور جانګ مې ينګ سړه سينه څرګنده کړه. د دې په اند، د دغه طلايی مډال تر لاسه کول د چن جونګ لپاره يوازی د وخت مسئله ده. هغې خبريال ته وويل سره له دې چې چن جونګ په سياليو کې ډېره پياوړې ده، خو د پلار او مور په وړاندې يې يوه کوچينی او نرمه نجلی ده.

د چين ځوانې لوبغاړې وو جينګ يو چې په دغه نړيواله اتلولی کې يې د چين لپاره لومړی طلايی مډال وګاټه، وويل چن جونګ د سيالی ډګر په دننه او بهر کې بېله بڼه څرګندوی. د دې په سترګو کې چن جونګ نه يوازی يوه مشهوره لوبغاړی، بلکه يوه ښه خور هم ده. هغې وويل 

چن جونګ تل زما بېلګه ده. دا موږ ځوانو لوبغاړو ته ډېره پاملرنه او راسره مرسته کوی.

وو جينګ يو خبريال ته وويل چن جونګ دې ته لارښوونه کړې چې په ملی لوبډله کې بايد پخپله ستونزې حل کړي. په ملی لوبډله کې د يوې لوبغاړې د شاملېدو په وخت کې هره يوه خپلې کمزورتياوې لري، نو بايد خپله رويه تنظيم او دغه کمزورتياوې ليرې کړي. پر دې سربيره، بايد له نورو لوبغاړو څخه د تبادلې له لارې زده کړه وکړي او له روزونکيو او تجربه لرونکو لوبغاړو څخه د خپل توان د لوړتيا په اړه پوښتنې وکړي او له دوی څخه مرسته وغواړي.

د پر له پسی کوششونو او بشپړ باور له امله، چن جونګ د تکواندو په برخه کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی دی. د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو په رارسيدو سره چن جونګ وويل دا به په خپل هېواد کې يو ځل بيا د طلايی مډال د ګټلو لپاره خپلو کوششونو ته دوام ور کړي.