<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-05 17:40:37    
د بېجينګ په پوهنتونونو کې د اولمپيک سپورتي لوبو يو شمير سټيديومونه او جمنازيمونه .( ٢)

cri

ګرانو دوستانو په دې پروګرام کې به تاسو ته د بېجينګ د کرنې په پوهنتون او د ساينس او تخنيک په پوهنتون کې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د غيږی نيولو،جودو او تکواندو د سټيديمونو په اړه معلومات وړاندی کړو چې اوس د ابادۍ په حال کې دي.

د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د غيږې نيولو سټيديوم د چين د کرنيزو چارو پوهنتون په ختيځی برخه کې پروت دی چې د بېجينګ په شمال کې واقع دی. د دغه سټيديوم عمومی پراخوالی درويشت زره مربع متره دی چې پکې شپږ زره دايمی څوکۍ او دوه زره لنډ مهالی څوکۍ شته .

د چين د کرنې پوهنتون چې په ١٩٠٥ کال کې جوړ شوی دی د چين په کرنيزه ساحه کې ډېر لوړ پوړی پوهنتون ګڼل کيږي او اوس پکې د زده کوونکو او ښوونکو شمير له شل زرو نه زيات دی. پخوا دغه پوهنتون خپل لوی سپورتي سټيديوم نه درلود.نو په ٢٠٠٨ کال کې په بېجينګ کې د اولمپيک سپورتي لوبو د جوړولو په اړه د خبر له تر لاسه کولو وروسته ، دغه پوهنتون سمدلاسه اړوندو څانګو ته غوښتنه ليک وړاندی کړ چې په دغه پوهنتون کې د اولمپيک سپورتي لوبو سټيديوم جوړ شي او پريکړه يی وکړه چې د دغه پوهنتون د

سلمې کاليزې د يادونې نښې په توګه دغه سټيديوم جوړ کړي.نو د ٢٠٠٥ کال د سپتمبر په پنځلسمه نېټه يعنی د دغه پوهنتون د سلمې کاليزې د لمانځنی په مراسمو کې د دغه سټيديوم د جوړولو پروژه پيل شوه. دغه سټيديوم د پوهنتون د ژوندانه په سيمه کې دی چې د زده کوونکو د دريو ليليو د ودانيو په منځ کې جوړيږي .هره ورځ په زرګونه زده کوونکی د خپلې ليليې د کړکيو له لارې دغه سټيديوم کتلی شي.

د دغه سټيديم له هر ځای څخه د ساينس او تخنيک او د چاپيريال ساتنې روحيه ښکاريږي.لکه چې په دغه سټيديوم کې عصری مطبوعاتی سيستم شته او په يو لړ ځانګړو لارو چارو يی د عام سټيديوم په پرتله په سلو کې ديرش بريښنا سپمولای شي. بر سېره پردې، د دغه پوهنتون داړوندو څانګو زده کوونکو او ښوونکو د دغه سټيديوم په بام کې د باران د اوبو د راغونډولو او استفادې په اړه څيړنه وکړه او دوی به له باران څخه د استفادې له لارې نباتاتو ته اوبه ورکړی.

د غيږي نيولو سټيديوم سره په پخوا کې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د جودو او تکواندو سټيديوم هم د چين د ساينس او تخنيک په پوهنتون کې پروت دی او په دغه سټيديوم کې اته زره څوکۍ شته .