<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-05 17:58:20    
له تايوان سره د چين د يو اوپرا د هنرمندې ما جين فنګ احساسات .

cri

 دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام وخت رارسيدلی دی.زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کي يم.هيله ده چې د دغه پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ.د تايونان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د تګ راتګ له پرمختګ سره سم،د دواړو غاړو ترمنځ کلتوری همکاری نژدی شوی او دغه راز تګ راتګ ګام په ګام زيات شوی دی.نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته له تايوان سره د چين د يو اوپرا د هنرمندې ما جين فنګ د احساساتو په هکله څه ناڅه معلومات وړاندی کړم.

يو اوپرا د چين د هه نان ولايت يو ډول ځايې اوپرا ده او په چين کې ډېر دود شوې ده . مېرمن ما جين فنګ چی عمر يی څلور اتيا کاله دی،لا هم د هه نان ولايت د لو يانګ ښار د يو اوپرا ډلې د مشرۍ دنده پرغاړه لري. دې پخوا د چين د اوپراګانو په ساحه کې بېلا بېلې مهمې جايزې او وياړونه تر لاسه کړي وو. مېرمن ما د يوې مشهورې هنرمندې په توګه د چين د سترې برخې او تايوان ترمنځ د هنر تګ راتګ لپاره ډېر خدمتونه تر سره کړي او څو څو ځله د نندارو لپاره تايوان ته تللې ده .

په ١٩٩٣ کال کې د تايوان د ګوو ګونګ په نامه د هنري ډلې په بلنه مېرمن ما د لومړی ځل لپاره تايوان ته لاره او له بهرنيو تيري کوونکو سره په جګړو کې يی د ښځينه جنرالې مو ګوی ينګ د کارنامو په هکله ننداره وړاندې کړه . 

کله چې زه سټېج ته پورته شوم ، ټول نندارچيان سمدلاسه را وپاڅېدل او د لاسونو په ټکولو سره يی زموږ هر کلی وکړ. د دوه ساعته نندارې له پای ته رسيدو وروسته ، نندارچيانو په نوبتی ډول له ماسره عکسونه واخيستل .

د مېرمن ما جين فنګ په خيال کې راغلل او ويی ويل چې په دغه شپه ډېرو تايوانيانو د هوټل د دروازې په وړاندی د دی انتظار کاوه چې زيات زاړه کسان هم پکی شامل وو. دوی غوښتل چې له ما جين فنګ سره د خبرو اترو له لارې د خپل ټاټوبی او د چين د سترې برخې په اړه معلومات تتر لاسه کړي. له تايوان څخه دغه ليدنې د مېرمن ما په زړه کې ډېره ژوره خاطره پريښوده، نو په ١٩٩٨ کال کې مېرمن ما د تايوان د همدې هنري ډلې په بلنه بيا تايوان ته سفر وکړ او د دې ډلې له هنرمندانو سره يی يو ځاي ننداره وړاندی کړه . د نندارې په ترڅ کې د تايوانې لوبغاړو د هنري روحيی له امله ډېره متاثره شوه . دی وويل: 

وانګ های لينګ په هغه وخت کې په تايوان کې د يو اوپرا د ملکې په نامه ياديده او ډېر شهرت يی وموند ، خو په ننداره کې يی زما د مسرتيالې په توګه رول لوباوه او د زړه په غوږونو يی د نندارې په بهير کې زما تجربې واوريدلې.

له تايوان څخه په دغه ليدنه کې مېرمن ما ليو های يان د خپلې شاګردې په توګه منله چې ډېره مينه يی ورسره درلوده . دې وويل: ليو های يان يوه ډېره زحمتکښه او له تازه ګۍ او ځواک څخه ډکه زده کوونکې ده . مېرمن ما هيله لري چې د لويو های يان په شان د يو اوپرا لا زيات مينه وال د زده کړې لپاره د هېواد سترې برخې ته راشی.

له دې وروسته د تايوان تنګي د دواړو غاړو د يو اوپرا د هنرمندانو ترمنځ تګ راتګ زيات شو چې تر اوسه د دغه شان تګ راتګ شمير څه دپاسه شل ځلو ته رسيدلی دی .په تېره بيا د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر په مياشت کې د دواړو غاړو هنرمندانو په تايوان کې د يو اوپرا د خپريدو د پنځوسمې کليزې د يادونې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړل. په هغه وخت کې د دواړو غاړو د هنرمندانو ګډو نندارو په تايوان کې ډېر مينه وال راجلب کړل.

د تايوان د ګوو ګوانګ په نامه د اوپرا د هنرې ډلې مرستيال جونګ باو شان په ٢٠٠٦ کال کې د هه نان په ولايت کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ په فعاليت کې د ګډون په مهال وويل: 

د يو اوپرا سرچينه په هه نان ولايت کې ده ، نو مونږ تل دغه سيمه ياد وو او هيله لرو چې د هه نان وطنوال زمونږ ملاتړ وکړی او هڅه وکړي چې خپلمنځي تګ راتګ زيات شي.

ګرانو اوريدونکو ، مونږ باور لرو چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو هنرمندانو د ګډو کوښښونون له لارې به يو اوپرا په چين کې لا ښه پرمختګ ومومي.