<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-06 16:30:44    
چنګ دو ښار په تودو ولولو سره تايواني وطنوالو ته خدمتونه برابروي

cri

د سه چوان ولايت مرکز چنګ دو ښار د چين د سترې برخې په جنوب لويديځه سيمه کې پروت دي چې د هيواد له تايوان څخه ډير ليري دي ٠ خو په وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې د اقتصاد په چټک پرمختګ سره مخ په زياتيدونکي تايواني وطنوال د سوداګريزو فرصتونو د تر لاسه کولو له پاره دغه ښار ته راغلي چي يو شمير يي له خپلو کورنيو سره د اوږدې مودې له پاره په دغه ښار کې پاتي شوي او چنګ دو ښار د دوي دوهم ټاټوبي ګرځيدلې دي ٠ په دغه ښار کې د دوي ژوند د ښه کولو له پاره د چنګ دو ښار د تايواني چارو دفتر ډير کوششونه کړي دي ٠

په دغه دفتر کې زمونږ خبريال وليدل چې يو وريښمين بيرغ پر ديوال باندې ځوړند وو چې ور باندې ليکل شوي د تايواني وطنوالو ژغورل او د دواړو غاړو ترمنځ ژوره دوستي٠ د دغه دفتر مشر ښاغلي هوانګ شاو تاو د دغه بيرغ د کيسې په هکله خبريال ته وويل چې تير کال د جون په نيمه کې يو تايواني وطنوال ناڅاپه سخت ناروغ شو ، خو له ځان سره پيسې يي نه درلودې ، نو روغتون ز مونږ دفتر ته ټيلفون وکړ ٠ هغه مهال مو سم د لاسه له روغتون څخه غوښتنه وکړه چې بايد لومړي د هغه درملنه وکړي ، نو په روغتون کې ومنل شو٠ دغه تايواني يو شه مينګ نوميږي ٠ په روغتون کې دده د ناروغۍ د درملنې له پاره د دغه دفتر او د روغتون د ډاکترانو د ګډو کوششونو له امله د ښاغلي يو شه مينګ جراحي

عمليات په بريالي توګه تر سره شول او له مرګ څخه وژغورل شو ٠ ښاغلي يو شه مينګ بيرته تايوان ته له ستنيدو وروسته څو څو ځله چنګ دو ښار ته ټيلفونونه وکړل او نوموړي وريښمين بيرغ يي راليږلي اوله دي امله يي خپله ژوره مننه څرګنده کړې ده چې په ډير ستونزمن حال کې د چنګ دو ښار د تايواني چارو دفتر ور ته زياتې مرستې برابرې کړي دي ٠

د چنګ دو ښار دغه دفتر نه يوازي د ژوند له پلوه تايواني وطنوالو ته زياته پاملرنه کړي ، بلکې زياتې هڅې کوي چې په دغه ښار کې د تايواني سوداګرانو د پانګې لګولو له پاره ښه چاپيريال برابر کړي چې په دغه ښارکې د دوي سوداګريزې چارې بريالۍ شي ٠ دغه راز نوموړي دفتر په ځانګړي ډول د تايواني سوداګرانو له پاره د شکايت کولو مرکز هم جوړ کړ چې که دوي له ستونزو سره مخامخ شي ، په مستقيم ډول دغه مرکز ته خبر ورکړي ٠ د دغه دفتر کارکوونکي ښاغلي لي چنګ فا خبريال ته وويل ځيني وخت حتي د نيمې شپې په يوه يا دوه بجو ، مونږ ته د سلا مشورې داړتياوو ټيلفونونه هم راځي ٠ د دغه مرکز له مسؤلانه خدمتونو څخه تايواني سوداګرانو زياته ستاينه کړې ده ٠ د چنګ دو ښار د تايواني چارو د دفتر د کوششونو له امله په ورستيو کلونو کې په دغه ښار کې د تايواني سوداګرانو پانګونه په چټکۍ سره زياته شوې ده ٠ اوس په دغه ښار کې د تايواني پانګونې تصديو شمير نژدي اوو سوو ته رسيدلي او عمومي پانګه يي له يو مليارډ پنځه سوه مليونه ډالره څخه هم اوښتې ده ٠

په دغه ښار کې تايواني سوداګر ښاغلي لو هونګ جي د څه د پاسه ديرش مليونه

ژن مين بي يوانه په لګولو سره د تورو لرګيو يوه موزيم جوړ کړ چې په نړۍ کې يي لومړي دغسي موزيم ګڼل کيږي ٠ اوس هغه له اوږدې مودې راهيسي په چنګ دو ښار کې پاتي دي ٠ هغه وويل دغه ښار د تور لرګيو د موزيم جوړولو يو ډير ښه فرصت دي ٠ د چنګ دو د ښاروالي په زيات ملاتړ دغه کلتوري صنعت چټکه پرمختيا موندلې ده ٠ د چنګ دو د ښاروالي تګلارې ډيرې فعالې او ښې دي ٠ هغه وويل زه د پانګې لګولو له پاره د وطن سترې برخې ته راغلي يم ، له دي امله چې اوس زه له خپل ټاټوبي څخه ليري يم ، نو کله کله مې زړه خفه کيږي ، خو د تايواني چارو دفتر مونږ د کورنۍتوده فضا احساس کړې ده ، که کومه ستونزه ولري ، نو يوازي د تايواني چارو د دفتر له لارې ټولې حل کيداي شي ٠ اوس په دغه ښار کې ډير تايواني اوسيدونکي دغه ښار خپل دوهم ټاټوبي ګڼي او د دغه دفتر کارکوونکي خپل دوستان بولي ٠