<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-06 16:53:33    
په چين کې د ماشومانو ساتنې په هکله نوی قانون اصلاح شو

cri

د ماشومانو ساتنې په هکله نوی اصلاح شوی قانون د جون په لومړې نېټه په رسمی توګه پلی شو . دغه راز د ماشومانو ساتنې په اړه يو لړ فعاليتونه هم د چين د کمونستی ځوانانو د ټولنې ، د ښوونې ، کلتور او کار او ټولنيز ضمانت وزارتونو له خوا پيل شول . له نښو نښانو څخه څرګنديږي چې د چين حکومت به د ماشومانو د سالمې ودې لپاره ګټوره زمينه برابره کړي .

د يوې شميرنې له مخې په چين کې درې سوه او څلويښت مليونه نابالغ کسان شته چې د هيواد د عمومي نفوسو شپږويشت سلنه برخه نيسې . ددوی بدني او روحياتي وده نه ده بشپړه شوې ، نو فيزيولوژيک او ذهنی ځانګړتياوو او ځانګړي پاملرنې او مينې ته اړتيا لری . د چين حکومت د ماشومانو ساتنې کارونو ته ډير اهميت ورکوی او ددوی د سالمې ودې او پرمختګ لپاره يي يو لړ مهم تدبيرونه غوره کړيدي . د چين د کمونستي ځوانانو ټولنې په اړه د ماشومانو د حقونو او ګټو څانګې مشر ښاغلي وانګ لو وويل چې له نولس سوه او يو نويم کال څخه يعنی د ماشومانو ساتنې قانون له پلی کيدو راهيسې د ماشومانو ساتنې په چارو کې د ليدو وړ برياليتبونه ترلاسه شويدي . ده وويل لومړی د ماشومانو ساتنه او درناوی د ټولنې يو أګاهانه عمل ګرځيدلی دی . دوهم د ماشومانو د ودې لپاره شرايط په څرګند ډول ښه شويدي . ددوی د حقه حقونو او ګټو د ساتنې په هکله قوانين او تګلارې په بنسټيز ډول جوړې او ايجاد شوي ، د اجباري زده کړې نهه کلن نظام په چټک ډول ترسره شوی ، د بی کوره او معيوبو ماشومانو د ساتنې لارې چارې پياوړي شوي او په فارغ وخت کې د ماشومانو د فعاليتونو ډګرونه او کلتوري توکي زيات شويدي .

د چين له ټولنيز پرمختګ سره سم د ماشومانو ساتنې په چارو کې د نويو مسئلو د حل لپاره د چين د ملي ولسي کانګرس دايمې کميټې د دوه زره او دريم کال له پاي څخه د ماشومانو ساتنې د قانون په اصلاح پيل وکړ او د دريو کلونو د نظريو راغونډولو له لارې د تير کال د دسمبر په مياشت کې اصلاح شوی قانون تصويب شو .

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيالې ګو سيو لين په وينا په اصلاح شوی قانون کې د ماشومانو د سالمې ودې لپاره نوی مادې ټاکل شوي دې چې له امله يي د دغه قانو د پلي کولو لپاره زمينه مساعده شوېده .

دې وويل په اصلاح شوي قانون کې په ښکاره توګه څرګنده شوې چې ماشومان د ژوند ، پرمختګ ، ساتنې او برخه اخيستنې له حقونو څخه برخمن دي او په تيره بيا د زده کړې له حق څخه ګټۀ او ددوی برخه اخيستنه پکې په تاکيد ډول څرګنده شوی ده . د ماشومانو د بدنی او ذهنی روغتيا ساتنې ته ځانګړی اهميت ورکول د ماشومانو ساتنې په هکله د نړيوالې ټولنې د پرمختللی نظريې څرګندوی دی .

د دې لپاره چې په ټولنه کې ماشومانو ته د زياتې پاملرنې غوره زمينه او چاپيريال رامنځته شی ، د چين د کمونستي ځوانانو ټولنې او د ښوونې وزارت په شمول نولس څانګو د ماشومانو ساتنې په فعاليتونو پيل وکړ او اړوندو ادارو د ښوونځيو دننه او بهر د امنيت ساتنې ، د کورنيو څارنې ، ځان ساتنې ، داوطلبانه زده کړې ، له سختو کارونو څخه د ماشومانو د منع کولو او د روغتيا تامين په شمول د يو لړ مسئلو د حل و فصل لپاره ځواکمن او غښتلي تدبيرونه غوره کړيدي .

د چين د ښوونې وزارت مرستيالې چن شياو يا وويل چې د چين د پوهنې وزارت به په کليوالو سيمو کې د بنسټيزې زده کړې د کمزورتيا له منځه وړلو لپاره لاندنی تدبيرونه ترسره کړي . دې وويل حکومت بايد په کليوالو سيمو کې د اجبارې زده کړې لګښت د تامين نوی نظام بشپړ کړي ، د کليوالو زده کوونکو لپاره دې زده کړه وړيا کړی ، بی وزليو زده کوونکو ته د درسی کتابونو او د ليليې له زده کوونکو سره د مرستې تګلاره پلی کړي په تيره بيا د هغو زده کوونکو لپاره چې پلرونه او ميندې يي د مزدورۍ لپاره ښارونو ته ځي ، د اجباري زده کړې د بشپړولو زمينه برابره کړي .