
د چين په جنوب کې د جيانګ سو ولايت يو ډېر مشهور ځای دی چې وړوکي وړوکي سيندونه په کې د يوې شبکې په شان ښکاري او ډيرې لرغوني علاقه دارۍ پکې ليدل کېږي او لو جی علاقه داری له دغو نامتو علاقه داريو څخه يوه ده . لو جی د دوه زره او پنځه سوه کلونو د تاريخ له مخې د چين په جنوب کې د لومړی مشهورې علاقه داری په نامه شهرت لری .
لو جی د جيانګ سو ولايت د سو جو ښار ته نژدی پرته ده چې پراخوالی يې يوازې يو مربع کيلو متر لری . د دغې علاقه دارې په لويديځ کې يوه ډبرينه ودانۍ ولاړه ده چې د لو جی لرغونې علاقه داری پرې ليکل شوې او له يوه پل څخه له تېريدو وروسته د دغې علاقه دارۍ د نښې په توګه د هغه ژوي ډبرينه مجسمه ليدل کيږي چې يو ښکر لری او لو دوان نومېږي. د يوې کيسې له مخې لو دوان دوه ځانګړی توانونه لری : لومړی دا چې د منډی وهلو سرعت يې ډېر چټک او دوهم دا چې ډير هوښيار دی . د بېلګې په توګه د لو دوان بېلا بېلې لهجې زده دی ، نو لو دوان د ځايی اوسيدونکو په يادونو کې د امنيت ساتنې يو افسانوی ژوی په توګه بلل کېږي . د سيلانۍ لارښوونکې أغلې وانګ يان چې په دغې علاقه دارې کې زيږدلې ، د خپل ټاټوبې په هکله يې د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وويل
د لو جی علاقه داري د چين د پسرلي او مني په تاريخي دورو کې أباده شوه چې تر اوسه پوری د دوه زره او پنځه سوه کلن تاريخ لری . د دغې علاقه دارې په جنوب کې تر ځمکو لاندې د کيندل شويو تاريخی اثارو په ګواهۍ پنځه زره او پنځه سوه کاله مخکې انسان په دغه ځای کې اوسيده ، نو له دې امله د علاقه دارۍ تاريخ ډېر اوږد دی . اوس په دې لرغونې علاقه داري کې لا هم دا ځانګړتيا ساتل شوې چې د يو سيند پر دواړو غاړو واټونو پراته او د واټ دواړو خواوو کې کوچنی کوچنی مغازې دي چې خاوند او د کورنۍ غړي يې په دوهم پوړ يا وورستۍ برخه کې اوسيږي . نن ورځ د لو جی په علاقه دارۍ کې ودانی سل کلن تاريخ لری .
سيلانيان د لو جی علاقه دارۍ د لرغونيو لارو کوڅو د سيل په مهال د دې علاقه دارۍ له زړه جلبونکې ځانګړتيا څخه خوند اخيتستی شي . په دغه علاقه دارۍ کې نهه عمده واټونه پراته دي او ځينی ودانۍ يې دری څلور سوه کاله مخکې د چين د مينګ او چينګ په دوو امپراتوری لړيو کې جوړې شوې دي . څرنګه چې ودانۍ د سيند پر دواړو غاړو جوړي شوي دي ، نو اوسيدونکي يې د بيړۍ په وسئله تګ راتګ کوي . له دې امله چې په لو جی کې ودانۍ سره ديوالونه او تور اجرونه لری ، دروازې او کړکۍ يې لرګينې دي او په ديوالو باندی يې ښکلی انځورونه حکاکي شوي دي او بر سيره پر دې زيات رودونه او پلونه پکې ليدل کېږي ، نو ګڼ شمير سيلانيان راجلبوي . ميرمن ليو لي می چې د دوهم ځل لپاره د چين له جنوبي ښار شيان من څخه لو جی ته راغلې ، خبريال ته وويل
د لو جی علاقه دارې لرغونی کلتور او جنوبي چين کليواله ځانګړتيا لری . سيلانيان په بيړۍ کې سفر کوي چې د بيړۍ په چلوونکې يوه کليواله ښځه ده او د چلولو په
مهال د ځايی ولسي سندرې هم وايي . دا ډول سفر ډېر خوندور دی .
د لو جی بله ځانګړتيا دا ده چې د يو مربع کيلومتر په ساحه کې دوه اويا لوي يا کوچني پلونه او د معبد اوه ونې ولاړې دی چې عمر يې يو زر او پنځه سوه کاله اوږد او جګوالي يي پنځوس متره دی . د زيات شمېر سيلانيانو په وينا دغه علاقه داری د لرغونيو پلونو يو موزيم ته ورته ده د سيلانې لارښوونې أغلې وانګ يانګ وويل
له معبدونو پرته په دې علاقه دارۍ کې د راج يوه لرغونی ونه شته چې يو سل او شل کلن تاريخ لری او د دې ونې تر څنګ يوه بله ونه هم ولاړه ده چې چيني ويستاريا نوميږي او هر کال ګل کوي .
د لارښوونکې ليو په وينا دغه درې ډوله ونې د دې علاقه دارۍ په يوه لرغوني معبد کې ليدل کېږي چې باو شن نوميږي . په دغه معبد کې چې يو زر او پنځه سوه کاله مخکې جوړ شوی ، بوډايي مجسمې ولاړې دي او څيرې يي سره بېلې دي . لنډه دا چې سيلانيان د لو جي علاقه دارۍ ته د سفر په ترڅ کې د لرغوني معبدونو ، ونو ، پلونو او ودانيو له ليدو څخه ډير خوند اخيتسی شي .