<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-08 19:28:37    
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال په چين کې

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونکيو زما خوشحال تايب نېکې هيلې او سلامونه ومنئ، هيله ده چې له خوښۍ او سوکالۍ څخه ډک ژوند مو په برخه وي،ګرانو اورېدونکو څو ورځې مخکې د افغانستان د اطلاعاتو ،فرهنګ او ځوانانو وزارت مرستيال وزير ښاغلي غلام نبي فراهي د يو پلاوي په مشري چين ته يو سفر درلود چې پد ې ترڅ کې يې د غبرګولي يا جوزا په اتمه نيټه د چين له نړيوالې راډيو څخه هم ليدنه وکړه،موږ هم پدې بهير کې له ښاغلي فراهي سره يوه لنډه مرکه درلوده چې که د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ نو ځينې برخې به يې درواوروم،

محترمو اوريدنکو په وروستيو څو کلونو کې د افغانستان او چين تر منځ اړيکې په چټکۍ سره پرمختګ کوي،او د دواړو هيوادونو د دولتي چارواکيو او خلکو تر منځ تګ راتګ هم په ښکاره توګه زيات شويدی، چې مختلفې چارې پرمخ بيايي ،دا چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ښاغلی فراهي په کومه موخه چين ته سفر کړی وو په خپله له ده څخه به يې واوروو:

زموږ اساسي هدف او موخه دا وه چې په چين کې د سيلانۍ چارو له چارواکيو سره ليدنې کتنې وکړو،او ددوی له تجربو څخه ګټې واخلو،او تر څنګ يې د چين د مختلفو ساحو څخه هم ليدنې وکړو، بله دا چې موږ د چين د نړيوالې راډيو له مشر سره د ليدنې کتنې يو پروګرام هم درلود،چې مخکې يې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ته بلنه ورکړې وه چې چين ته سفر وکړي ،نو له همدې امله ما د هغه يو پيغام د دغې راډيو مشر ته ورورساوه،او ددې ليدنې په ترڅ کې مو د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې د پرمختګ او ودې لپاره ګټور بحثونه وکړل.

محترمو اورېدونکو د چين دولتي چارواکي او زياتره خلک د سيلانۍ چارو ته ډېره پاملرنه کوي، او بل دا چې په چين کې د لرغونو أثارو ساتلو ته پوره پاملرنه کيږي، نو همدا لامل دی چې هر کال په ميليونونه چينايان او په سلګونو زره بهرنيان له دغو تاريخي او لرغونو أثارو څخه ليدنې کوي او اړوندې ادارې هم د پام وړ عايدات ورڅخه تر لاسه کوي،ښاغلی فراهي د چين د سيلانۍ او ګرځندوی چارو په هکله وايي:

لکه څنګه چې د چين هيواد په نورو برخو کې پرمختللی دی،او د ښه پرمختګ په حال کې دی،د ګرځندوی چارې هم دلته د ډېر پرمختګ په حال کې دي،او زما لپاره دا خورا په زړه پورې وه چې چينايانو پدې برخه کې څومره کار کړيدی،او عملا د سيلانۍ څومره ښه خدمتونه ترسره کوي،او په څه ډول پدې توانيدلي چې له ټولې نړۍ څخه زيات سيلانيان خپل هيواد ته را جذب کړي،موږ هم پخپل هېواد کې د ګرځندوی چارو د پرمختګ لپاره د دا شان دوستانو مرستې ته اړتيا لرو او د چين په شان دښو دوستانو په مرسته غواړو چې دسيلانۍ چارو ته پرمختګ ورکړو.

ښاغلي فراهي زياته کړه په هغه غونډه کې چې د سوداګرۍ او سيلانۍ چارو په اړه دلته په بيجينګ کې جوړه شوې وه،ګډون والو ته يې د افغانستان د سيلانۍ د عيني حالاتو په هکله بشپړ معلومات ورکړل،چې د زياتره هيوادونو د استازيو د زياتې پاملرنې وړ هم وګرځېدل.

يو مهال افغانستان د ګڼ شمير نړيوالو سيلانيانو لپاره د سيل او ګرځندوی ښه او د پام وړ ځای ګڼل کيده،او هر کال په لسګونو زره تنه سيلانيان افغانستان ته ورتلل،چې د تيرو دريو لسيزو جګړو په ترڅ کې د پام وړ کمی پکې راغلی وو، او أن چې دغه چارې په ټپه درېدلې وې،خو لکه څنګه چې پوهنمل غلام نبي فراهي وايي اوس په افغانستان کې يو ځل بيا د سيلانۍ چارې غوړېدلي دي، او دولت هم پوره پاملرنه ورته کوي، او د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د افغانستان ځينو ولايتونو ته ګڼ شمېر سيلانيان ورغلي او ليدنې ترې کوي:

سيلانيان د خپل ځان لپاره ځانګړي پروګرامونه لري،همدا اوس سيلانيان د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو لکه هرات،ننګرهار،نورستان،باميان،مزارشريف او ځينو نورو ولايتونو څخه ليدنې کوي،او موږ د سيلانۍ چارو په نورو برخو کې ځانګړي پروګرامونه او تيارېانې لرو،چې اوس مهال په افغانستان کې دغو چارو ته يو لړ أسانتياوې هم رامنځ ته شويدي،د بېلګې په توګه ډېر ښه هوټلونه،مېلمستونونه جوړ شوي،اوپه دغو ولايتونو کې مو د سيلانۍ لپاره ښه لپاره لازم او مناسب شرايط برابرکړيدي،په ځانګړې توګه په پلازمينه کابل کې په ډېره ښه توګه کار شويدی،او وروسته تر دې به لا نورې ښې او مناسبې أسانتياوې هم برابرې شي.چې دولت هم دغه کار ته ځانګړې پاملرنه کوي. .

کله مې چې د ښاغلي فراهي څخه د چين او د چينايانو د چال چلند په هکله وپوښتل نو په ځواب کې يې راته وويل ،هغه شان چې ما د چين په هکله فکر کاوه،له هغه څخه باالکل بل شان وو او ده ته يې ډېرې په زړه پورې خاطرې پرځای پرې ايښې دي:

په ريښتينې توګه هغه څه چې ما د چينايانو د کلتور،دودونو،عنعناتوپرمختګ،تاريخ اونورو برخو په هکله اورېدلي او يا هم لوستلي وو،خو په عملي توګه مې نه وو ليدلي،اوس ما دچين هيواد د خپل فکر او تصور نه ډېر هاخوا وليد،ددې خلکو ميلمه پالنه،ځانګړې مهرباني،امنيت،تدبيرونه ،دغه راز د چينايانو اقتصادي ،ټولنيز پرمختګ،او په فرهنګي برخو کې دوی يوه ځانګړې همکاري د هر چا پام ځان ته وراړوي،

درنو او محترمو اورېدنکو د بهرنيان په چين کې د ننني پروګرام وخت پاي ته په رسېدو کې دی، د پوهنمل غلام نبي فراهي سره د مرکې پاتې برخې به په راتلونکې اونۍ کې درته وړاندې کړم،نو د اوس لپاره خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ تر بله مو په پاک او مهربانه رب سپارم .