<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-08 19:43:25    
په بېجينګ کې د راټوليدو په نامه هنری فستيوال

cri

په بېجينګ کې د راټوليدو په نامه هنری فستيوال چې د روان کال په اپرېل کې پيل شوی وو،اوس هم په بېجينګ کې روان دی او له شلو هېوادونو او سيمو څخه ٤٠ هنری ډلې پکې ګډون لري.د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فستيوال په اړه څه معلومات درکړم.

همدااوس مو د څړځای په نامه د موسيقۍ يوه برخه واورېده چې د دغه فستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې غږول شوې وه. په دغه موسيقی کې په څړ ځای کې د مغولی قوم د سرچينې ژوند او پرمختګ په اړه يوه کيسه انځور شوې او د مغولی قوم په سيمه کې ښکلی طبيعی منظرې او د دوی تاريخې ورڅخه څرګندېږي.

دغه اثر له مغولي دودونو څخه ډک دی چې پکې يې د دغه قوم د طبيعت،ژوند،وطن او اتلانو په اړه ځانګړې مينه ليدل کېږي. د مغولي قوم اوږد أهنګ چې په دغه اثر کې په عمده توګه کارول شوی،د نړۍ د نامادي کلتوري ميراث په توګه هم ټاکل شوی دی.

همدااوس مود موسيقی يوه برخه واوريده چې د چينی پيانوغږونکی لي انګ له خوا غږول شوې. په وروستيو کلونو کې نړيوالې ټولنې د چين ځوانو پيانوغږونکيو ته پاملرنې کړي دي چې لي انګ د دې ډلې يوه ښه بېلګه ده. هغې د پيانو په بېلا بېلو نړيوالو سياليو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د دغه فيستوال په ترڅ کې د دې ځانګړی کنسرټ د دې لپاره د ډيرې خوشحالۍ کار دی.که څه هم پيانو د موسيقی يوه

لوېديځه أله ده، خو لي أنګ د دغه کنسرټ په پای کې دوه چينی ولسی موسيقي وغږولې.دې وويل ما د کانګ دينګ د مينې سندرې او ليو يانګ سيند په نامه دوه چينی تغمی غوره کړې. ما په ماشومتوب کې دغه دوه نغمې اورېدلي وې او ډېره مينه ور سره لرم. دغه دوه نغمې په ښه ډول په پيانو سره وغږول شي.د روان کال د اپرېل په مياشت کې مې په امريکا کې دغه دوه نغمې وغږولې او بهرنيانو ور سره ډېره مينه هم څرګنده کړه.

د دغه فيستوال په ترڅ کې يو شمېر پروګرامونه د نندارچيانو له خوا خوښ شول چې د چين سيمه ايزې ځانګړتياوې لري. يوې قزاقي سندر غاړې چې د چين په شينجيانګ کې زېږېدلی او نوم يې مايلا دی،له څو اروپايی اوپيرايي شرکتونو سره تړونونه لاسليک کړل او د ډېرو مشهورو اوپېراګانو په نندارو کې يې ګډون کړی دی. هغې د دغه فيستوال په ترڅ کې د سندرو ويلو هغه برخه چې يواځې ددې لخوا ځانګړی کنسرټ تر سره شی هم اجزأ کړه او پکې يې د مايلا په نامه يعنی ددې پخپل نوم يوه سندره وويله. دې وويل

په دغه سندره کې يوه کيسه ويل شوې چې د شاعر نوم يې مايلا دی، هغه هره ورځ کله چې سندرې وايې او يا د موسقی أله غږوی نو د ځان ستاينه کوي . دې په خپله د دغه سندره ليکلي او ويلې او هم د خپل ځان ستاينه کوي. زما مور د هېواد لوړ پوړې هنرمنده ډېر ځلې يې په کنسرټونو کې دغه سندره ويلی ده. نو داسی ويلی شی چې ما

د دغې سندرې په اورېدو سره دوه کړې ده.اوس زه هم په خپل کنسرټ کې دغه سندره وايم..

ګرانو اورېدونکو، همدااوس په بېجينګ کې د ټوليدو په نامه هنری فستيوال په اړه څه معلومات واورېدل. د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسېد. روغ او خوشحاله اوسئ.