د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ځايی چارواکيو د جون په اتمه نېټه وويل په همدې ورځ د افغانستان په کندهار ولايت کې د لارې پر سره دوه بمی چاودنې وشوې چې له امله يی څلور تنه ووژل او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه دوه بمی چاودنې په جلا جلا توګه د کندهار ولايت په پنجوايی او شوراک سيمو کې وشوې. د افغانستان جنوبی برخه د طالبانو په شمول د وسله والو سازمانونو سرچينه او په افغانستان کې تر ټولو سخته ناارامه سيمه ده. د افغانستان د پوليسو په وينا دوی په اوومه نېټه په کندهار زابل ولايتونو کې له وسله والو کسانو سره جګړه وکړه چې په ترڅ کې ديارلس تنه وسله وال کسان او يو تن پوليس ووژل شول.