<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-09 19:01:28    
پروفيسر يوان لونګ پينګ په نړۍ کې د پيوند شويو شولو د بابا په نامه شهرت لری

cri

پروفيسر يوان لونګ پينګ چی د ١٩٣٠ کال په سپتمبر کې زيږيدلې او په ١٩٥٣ کال کې د جنوب لويديځ چين د کرنې له پوهنتون څخه فارغ شو ،د کرنې په چارو کې يو مشهور کارپوه دی .

د ٢٠٠٥ کال په پای کې د م م د نړيوالو غلودانو پلان جوړونکې په بيجينګ کې په رسمی توګه اعلان وکړ چې له ٢٠٠٦ کال څخه يې د غلودانو برابرولو په برخه کې له چين سره له مرستې څخه لاس واخيست چې له دی څخه په تېرو ٢٦ کلونو کې د م م له خوا چين ته د غلودانو د وړيا برابرولو پای ته رسيدلو څخه څرګند شوی چې چين د غلودانو د برابرولو په برخه کې يو مهم مرستندويه هېواد ګرځېدلی دی .چين په سلو کې له ١٠ څخه د کمو ځمکو په کارولو سره په نړۍ کې په سلو کې له ٢٠ څخه زيات نفوسو ته کافی غلې دانې برابرې کړي چې په دی ترڅ کې ښاغلی يوان هم مهم خدمتونه کړي دي .

له ١٩٦٤ کال څخه ښاغلی يوان د شولو د پيوندولو تکنالوژۍ د ښه والی لپاره کوشش کړی دی .په ١٩٧٣ کال کې ٤٣ کلن يوان لونګ پينګ د لومړی ځل لپاره د ده له مرستيالانو سره پيوند شويو شولې کرلې وې چې له امله يې د شولو توليدی اندازه په صفر اعشاريه صفر شپږ هکتاره ځمکه کې له دری سوو کيلو ګرامو څخه پنځه سوه کيلو ګرامو ته لوړه شوه .په ١٩٧٦ کال کې پيوند شوې شولې نورو ځايونو ته پراخې شوې او د دغو شولو دکرلو مساحت نژدی ١٤ هکتارو ته ورسيد چې په دغو ځمکو کې توليدی اندازه د پخوا په پرتله په سلو کې ٢٠ زياته شوې وه .په ١٩٨١ کال کې ښاغلی يوان په نوی چين کې يوازنی ځانګړی اختراعی جايزه تر لاسه کړه او په

په ١٩٨٢ کال کې يې د شولو د نړيوالې څېړنې انستيتيوټ لومړی ځل دغه خبره ومنله چې پروفيسر يوان لونګ پينګ د شولو د پيوندولو تکنالوژۍ د بابا په توګه وګڼل شو .

د ده د کوششونو له امله اوس په نړۍ کې لازيات کسان له وږی څخه ژغورل شوي دي .په ١٩٧٩کال کې په امريکا کې د پيوند شويو شولو له کرلو راهيسی دغه شولې د نړۍ ٣٠ هېوادونو او سيمو ته پراخې شوي دي او مساحت يې يو مليونه او پنځه لکه هکتارو ته رسيدلې چې له امله يې نه يوازی د چينايانو د خوراک اړتياوې پوره شوې بلکې د لوږي د له منځه وړلو لپاره يې هم وتلي خدمتونه تر سره کړي دي .د ١٩٩٥ کال له پيل څخه فليپين د غلودانو د زياتوالی او د اقتصادی پرمختګ لپاره دغه اصلاح شوي شولې وکرلې چې په ٢٠٠٥کال کې په دغه هېواد کې د شولو د کرلو پراخوالی دری لکه او اويا زره هکتارو ځمکو ته ورسيد او په هر هکتار ځمکه کې يې توليدی اندازه ٦اعشاريه ٥ ټنه وه چې د هېواد د منځنی سويې په پرتله يې په سلو کې ٨٠ زياته شوې ده .د فيليپين حکومت پلان لري چې په ٢٠٠٧ کال کې د پيوند شويو شولو د کرلو مساحت دری مليون هکتارو ته ورسوي چې خپلې اړتياوې يې پوره شی .

اوس په نړۍ کې نه يوازی په أسيا بلکې په اروپا کې هم لازيات پيوند شوې شولې کرل شوي او په چين کې دغه ډول شولې مشهوره بڼه لري.په همدی وخت کې ښاغلی يوان د دغو شولو د پراخوالی له امله لازياتې جايزې تر لاسه کړي دي .