ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د لی جيا له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورېده چی نوم يی دی خور ليو سان٠ خور ليو سان د چين د جوانګ قوم په فولکلور کی يوه ښکلی او ښوهياره نجلۍ ده چی د سندرو په ويلو کی ډېره تکړه ده٠ هغی د يوی غرنۍ سندری د ويلو له لاری د طبيعت ستاينه کړی چی له مخی يی د جوانګ قوم د خلکو مينه يی تر لاسه کړی٠
لی جيا وروسته د چين د ولسی ازادی بخښونکی پوځ د عمومی سياسی سندرو ويلو او نڅا ډلی يوه ځانګړی سندرغاړی شوه، هغې څو ځله د چين د سندرو ويلو په بېلا بېلو سياليو کی جايزی تر لاسه کړی او زيات شمېر اورېدونکی يی راجلب کړي دي٠ په ٢٠٠٦ کال کی لی جيا خپل دوهم البوم خپور کړ چی نوم يی دی د پيروتی ګلی اسمان٠ په دغه البوم کی ١٢ چينی ولسی سندری شته چی د چين بېلا بېل سيمه ايز سبکونه پکی پوره کيږی٠ اوس به موږ په ګډه د ياو لاو قوم يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی کالی مينځل کېږی٠
د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د لی جيا له خوا ويل شوی د مغولی قوم يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی د مور غوښتنه٠
ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!