<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-10 19:50:13    
ويتامين د روغتيا دپاره ډيره ګټه لری

cri

ويتامين د ناروغيو سره د مبارزی او د مصؤنيت د قويوالی دپاره ډيره ګټه لری٠ په تحقيقت کی د ويتامين اړتيا د خلکو په ژوند کی ډيره لازمه ده٠ مګر د زياتی اندازی ويتامين خوړل هم منفی اثر لری٠ د غذائی مواد زياتره پيژندونکو په نظر د ټولو ويتامينونو د جذبولو ډيره ښه طريقه دا ده چی له رنګارنګ خواړو څخه لاس ته راځی٠

ويتامين يو ډول ارګانيک ترکيبی جسم دی چی په دوو ډول ويشل کيږی چی يو يی په اوبو کی او بل يی په شحمياتو کی حل کيږی او له هغو ويتامينونو څخه چی د انسان د بدن دپاره د اړتيا وړ دی، څلور ډوله دی او په شحمياتو کی حل کيږی يعنی ويتامين ای، دی ،ايی او کای٠ خو هغه ويتامينونه چی په اوبو کی حل کيږی، په انسان ډول د بدن په اوبو کی حل کيږی څرنګه چی اضافه ويتامينونه د ادارو سره ايستل کيږی٠ نو دغه ډول ويتامينونه په بدن کی کوم منفی اثر نه لری، خو په عين وخت کی په بدن کی د دغو ويتامينونو د کمبود امکانات هم زيات دی، نو بايد هغه زيات خواړه وخوړل شی چی دغه ډول ويتامينونه پکی پيدا کيږی٠

ويتامين ای د بينا ئی د لوړوالی ، د پوستکو د ښکلا،د هډوکو او غاښونو د ودی دپاره ګټه لری، د هر بالغ تن دپاره هره ورځ له شپږو سوو نه تر اتو سوو ميليګرامه ويتامين ای په کار وی، که له حده زيات ويتامين ای استعال شی،د ستړتيا،سر خوزی،د سترګو د ابهام بی خوبی او د بندونو د درد سبب به شی٠ ويتامين ای د څارويو په جګر، د چرګی په هګی او لبنياتو دغه راز په ګازره ، پالک او هندوانه کی هم ډير پيدا کيږی٠

د هګيو په ژړو او شيدو کی ډير ويتامين دی پيدا کيږی، دغه راز د لمر له وړانګو څخه هم په بدن کی د اړتيا وړ ويتامين دی لاس ته راځی چی ويتامين دی د کلسيم او فسفر د جذبولو او د هډوکو د ودی دپاره ګټور دی٠

ويتامين يی په نباتی غوړيو ،وچو ميوو،سبو او داسی نورو کی پيدا کيږی چی د هاضمی په جهاز کی د کثافاتو د ليری کولو او د زړښت د مخنيوی دپاره موثره فايده لری٠

په پای کی تاسو ته د ويتامين کای په باب معلومات درکړو٠ ويتامين کای په جګر او هغو سبو کی پيدا کيږی چی پاڼی يی ډيری شنی دی، د وينو د عادی انعقاد دپاره ډير مهم رول لوبوی٠