<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-11 19:00:07    
د چين د ويغوری قوم پوهاند ايمن تورسون

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د چين د ويغوری قوم مشهور شاعر، پوهاند او غوره ژباړونکی ايمن تورسون دروپيژنو٠

که څه هم ايمن تورسون دری اتيا کلن سپين ږيری دی ، خو چابک ذهن او تيز عقل لری٠ هغه د شينجيانګ د وروموچی ښار د يو لاسی صنعت ګر په کور کی وزيږيد، په شپږ کلنۍ کی د خپل پلار لخوا يو مذهبی کورس ته وسپارل شو چې هلته يې د عربی ، فارسی او چينی ملی ژبو زده کړې وکړې٠ څرنګه چې هغه د ژبپوهنې په برخه کی لوی لاس لری، نو په ١٩٥١ کال کی د شينجيانګ د ولسی چاپخانې د جوړيدو په وخت کی د دغې چاپخانې د تحرير او ژباړې د ګروپ د مشر په توګه وټاکل شو٠ ښاغلی ايمن تورسون وويل :

( غږ ) ٌ په هغه وخت کې د چاپخانې کارکوونکي کـم وو ، خو د تحرير او ژباړې په برخه کی زمونږ دندې ډيرې درنې وې٠ څرنګه چې په همهغه وخت کی زه ٌ د تارم ادابياتو ٌ د مجلې د چلوونکې کميټې يو غړی هم وم ، نو زه ډير بوخت وم او کله نا کله به می د ورځې د څه دپاسه لسو ساعتونو لپاره کار کاوه٠ زما په أند که څه هم ډير ستړی وم، خو کارونو مې ارزښت درلود٠ ٌ

د شينجيانګ د ولسی چاپخانې په ټولو چلوونکو کی تر هر چا د ښاغلی ايمن تورسون زياتې ژبې زده دي٠ نو ده کله نا کله مصححانو ته د ژبو او ګرامر په هکله معلومات ور کول او د هان قوم چلوونکو ته يی هم د ويغوری ژبې درسونه ورکول ٠ هغه په چاپخانه کی د کار په څه دپاسه ديرشو کلونو کی د ډيرو زياتو ادبی أثارو ژباړه وکړه چې په دې جمله کی د چين مشهور لرغونی کلاسيک أثر ٌ د يوې قيمتی ډبرې کيسه ٌ شامل دی٠ د دغه أثر ژباړه يو ډير ستونزمن کار وو چې د چين زيات مشهورو ژباړونکيو هم د هغه ژباړې جرأت نه درلود ٠ خو ښاغلی ايمن تورسون د څو کلنو کوششونو له لاری دغه لرغونی کلاسيکی أثر د چين له ملی ژبې څخه په ويغوری ژبه ترجمه کړی او چاپ کړی يی دی٠ هغه د دغه کتاب د ژباړې او چاپولو له بهير څخه داسی يادونه وکړه :

( غږ ) ٌ د ويغوری قوم په ادبی أثارو کی ٌ د يوې قيمتی ډبرې کيسه ٌ په شان مشهور أثار ډير کم دی٠ په دغه أثر کی د کيسی محتويات او د اړوندو کسانو ترمنځ اړيکی ډير پيچلی ښکاری ، نو د هغه ژباړل اسانه کار نه و٠ په هغه وخت کی ما هره ورځ په دقت سره دغه کتاب لوست او د شپې لخوا می ژباړه کوله٠ زه په دی هڅه کی وم چې تر حده پوری د اصلی أثر سبک وساتم تر څو د ويغوری قوم لوستونکي له دغه أثر سره مينه ولری او له دغه أثر څخه د هان قوم تاريخ ، کلتور ، دودونه او د خبرو ويلو ښه بڼه وپيژنی٠ ٌ

کله چې د ويغوری قوم لوستونکی په ويغوری ژبه چاپ شوی ٌ د يوې قيمتی ډبرې کيسه ٌ لولی، دا احساسوی چې دا يو ډير خوندور کتاب دی٠ لوستونکې اجير ګل وويل :

( غږ ) ٌ کله چې ما په ويغوری ژبه ترجمه شوی دغه کتاب واخيست ، ډيره خوشحاله وم ، ٌ د يوې قيمتی ډبرې کيسه ٌ د چين له لرغونی اوږدو ناولونو څخه يو ډيرغوره ادبی أثر دی ، په واقعی توګه يې د چين د فيوډالی ټولنې د وروستۍ مودې ټول ژوند ترسيم کړی ، په ژوندی توګه يې د څه دپاسه څلور سوو کسانو بڼې ، د خلکو ترمنځ رنګارنګ اړيکی او ټولنيز ژوند ته د ليکوال پراخه کتنه ښودلې چې ما ته له دې کتاب څخه ژور خاطرات راپاتی شوي دي٠ ٌ

برسيره پردی ، ښاغلی ايمن تورسون زيات نور کتابونه او د شعرونو رسالې هم ترجمه کړی يا ليکلی دي چې له دې جملې څخه ځينی أثار د شينجيانګ پوهنتون لخوا د تدريسی مدرکونو په توګه ټاکل شوي او ٌ شعرونه او شاعران ٌ ، ٌ د لرغونی زمانې ويغوری کلتور ٌ ، ٌ نوروز ٌ او داسی نور أثار د ويغوری قوم کلاسيک ادبی أثار ګڼل کيږی٠

ايمن تورسون يو زحمتکښ او کنجکاو سړی دی ، زيات برياليتوبونه يې ترلاسه کړي او هيڅکله يې له ليکنې څخه لاس ندی اخيستی، نو دی د شينجيانګ يو داسی زوړ کلتوری کارکوونکی دی چې د بېلا بېلو قومونو پر خلکو باندی ګران دی٠د شينجيانګ د ټولنيزو علومو د ټولنې مرستيال جيانګ مونګ چاو د هغه د ښې ارزونې په وخت کی وويل :

( غږ ) ٌ ايمن تورسون يو دروند او صميمی سړی دی او په کار کی جدی او مسئولانه رويه غوره کوی چې د ده له خوا په ترجمه شويو او اصلاح شويو مضمونونو او أثارو کی هيڅ غلطی نه ليدل کيږی٠ ٌ

اوس سپين ږيری ايمن تورسون په فعاله توګه د ويغوری قوم ځوان ليکوالان او ژباړونکي روزی او هيله لری چې ځوانان د خپل هېواد او قوم غوره کلتورونه د ميراثونو په توګه واخلی او راتلونکی نسل ته يې ورسوی٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د ويغوری قوم د مشهور پوهاند ايمن تورسون په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې ښاغلی ايمن تورسون د چين مشهور لرغونی ادبی اثر ٌ د يوې قيمتی ډبرې کيسه ٌ په کومه ژبه ترجمه کړی دی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب را وليږئ ! مونږ به هره مياشت د پچې له لاری څلورو تنو سم ځواب ورکوونکيو ته ښکلی سوغات ورکړو ٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !