<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-11 17:59:37    
نادولتی تصديو خلکو ته د استخدام لازيات فرصتونه برابر کړي دي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،اوس په چين کې نادولتی تصديو چټک پرمختګ کړی چې له امله يې خلکو ته د استخدام لازيات فرصتونه برابر شوي دي .له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٠٦ کاله پوری د نادولتی تصديو له خوا د برابرو شويو کارونو شمېر له پنځه مليون څخه تر شپږ مليون پوری رسيدلی چې دغه اندازه په ښارونو او علاقه داريو کې يې د تصديو له خوا د برابر شوي عمومی شمېر دری په څلورمه برخه نيولې ده .اوس په چين کې نادولتی تصدۍ د اقتصاد په برخه کې مهم رول لوبوي ،نو د خلکو پاملرنه يی تر لاسه کړې ده .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته په دی هکله معلومات وړاندی کړو .

د يوې شمېرنې له مخې د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری د چين د نادولتی تصديو شمېر له ديرش مليونو څخه اوښتی او کلنی ماليات يی له پنځه سوه او پنځوس مليارډ يوانو څخه اوښتي دي .د دغو تصديو د پرمختګ له امله بی کارانو ته د کارونو لازيات فرصتونه برابر شوي دي .

ميرمن لی ايون لان چې د چين په تيان جين ښار کې اوسيږي ،په ١٩٩٤ کال کې د خپل کار له لاسه ورکولو وروسته د کورنيو چارو يو خدمتی شرکت جوړ کړ چې اوس يې پانګه يو مليون يوانو ته رسيدلې ده .هغی وويل  اوس زمونږ په شرکت کې څه د پاسه شپږ سوه بی کاران منل شوي او زه هم غواړم چې لازيات بی کاران ومنم .

د ميرمن لی ايون لان د برياليتوب لامل د چين د حکومت ښه تګلاره ده .په وروستيو کلونو کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د بيا استخدام خدمتی مرکزونه جوړ شوي او

د مالياتو د کمولو او د کوچنۍ اندازی پورونو د برابرولو په شمول يو لړ تدبيرونه پکې پلی شوی دي .

د امتيازی تګلارې پر پلی کولو سربيره بېلا بېلو سيمه ايزو حکومتونو د غوره کسانو د راغوښتلو لپاره له نادولتی تصديو سره مرسته کړې ده .په وروستيو ورځو کې د تيان جين زر تصديو د چين د نادولتی تصديو د غوره کسانو د راغوښتلو په يو لړ فعاليتونه کې ګډون وکړ چې د چين د حکومت د اړوندو څانګو او ټولنيزو موسسو له خوا تر سره شول .د تيان جين د جون ان د سکرو د کيمياوی او صنعتی شرکت مسئولې مېرمن ليو خبريال ته وويل د دغو فعاليتونو د تر سره کولو له امله به لازيات خلک د نادولتی تصديو په اړه معلومات تر لاسه کړي او په دغو تصديو کې کارونه ومومي چې له مخې به يې د استخدام شويو کسانو اندازه زياته شي . نادولتی تصديو د دغو فعاليتونو هر کلی کوي او د استخدام ساحې پراخې شوې دي چې دا زمونږ د کار کولو لپاره يوه ګټوره خبره ده .

د نادولتی تصديو د چټک پرمختګ له امله لازيات زده کوونکي او حتی له بهرنيو هېوادونو څخه بېرته راغلی زده کوونکی راجلب شوي دي . زياتو محصلينو د کار د موندلو لپاره په نوموړو فعاليتونو کې ګډون وکړ .جو چنګ لين همداوس له پوهنتون څخه فارغ شوی او په دغو فعاليتونو کې د ګډون لپاره له ګوانګ جو ښار څخه راغلی دی .هغه وويل دی په نادولتی تصديو کې لازيات فرصتونه تر لاسه کولای شی او د ځان لپاره د کار يوه ښه فضا جوړولای شی .

د معلوماتو له مخې په ٢٠٠٦ کال کې په چين کې يو مليون او دوه لکه محصلينو له پوهنتونونو څخه له فارغت کيدو وروسته کارونه نه دی پيدا کړی چې له دی امله به په ٢٠٠٧کال کې د کارونو موندلو لپاره د محصلينو شمېر له شپږ مليوتنو څخه زياته شی .د دغه حالت په وړاندی د نادولتی تصديو د پر له پسی پرمختګ له امله تر

يوې اندازې پوری د چين د محصلينو د استخدام مسئله نرمه شوې ده . په دی هکله د چين د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې ټولنې مرستيال جو پينګ وويل زمونږ ټولنه په نادولتی تصديو کې د لازياتو محصلينو د استخدام هڅونه کوي .د اړوندو څانګو د اټکل له مخې به په ٢٠٠٧ کال کې د چين حکومت د استخدام له لازياتو فشارونو سره مخامخ شی .خو نادولتی تصدي به د خپل چټک پرمختګ له امله ښايی بی کارانو ته د کار لازيات فرصتونه برابر کړي .