<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-11 19:52:26    
په بېجينګ کې د فلادو نوی فابريکه جوړيږی

cri

د بېجينګ د فولادو شرکت نوی فابريکه چې د بېجينګ ښار په دوه سوه کليومترۍ کې پرته ده، اوس يې د جوړونې کار روان دی او په ٢٠٠٨ کال کې به بشپړه او وکارول شي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې اړوند چارواکی وويل د دغې نوې فابريکې جوړونه د چين د فلادو چارو د جوړښت تنظيمولو او د مسابقې توان د لوړتيا لپاره ډېر اهميت لري.

د بېجينګ د فولادو شرکت په چين کې د فولادو يو ډېر لوی شرکت او اوسنی ځای يې د چين په لوېديځ کی دی. د هېواد د صنائعو جوړښت د تنظيم او ترانسپورتی اسانتيا په شمول د يو شمېر عواملو له مخی، د چين حکومت پرېکړه کړې چې دغه شرکت د هه بی ولايت د څاو فی ديان په نامه ټاپو ته په کړه ولاړ شي چې ترانسپورتی اسانتياوې لري. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې د مشر مرستيال جانګ ګو باو وويل د دغه شرکت ليږدول د چين د فولادو صنعتی چارو د ځای پر ځای کولو د ښه والۍ او د صنائعو جوړښت د تنظيمولو يو مهم ګام دی.

ښاغلي جانګ وويل په چين کې د فولادو صنعتی چارو د ځای پر ځای کولو د نابرابرۍ ستونزه تل سخته ده. د فلادو ډېرې لويې او منځنۍ فابريکې په لويو او منځنيو ښارونو کې پراتې دي. نو د بېجينګ د فولادو شرکت ليږدول په زياتو ښارونو کې د فولادو شرکتونو ليږدولو او تنظيمولو لپاره ښې تجربې برابروي. په همدې وخت کې د هه بې ولايت د څاو فی ديان په ټاپو کې د فولادو د نوی اډې جوړونه د

بېجينګ ښار او هه بی ولايت د اقتصادی جوړښت تنظيمولو لپاره ګټوره ده او د بېجينګ او تيان جين ښارونو او هه بی ولايت په شمول د بو های سمندر د خليج شاوخوا سيمې په اقتصادی پرمختګ کې مهم رول لوبوی.

دغه نوی فابريکه د بېجينګ د فولادو شرکت او د هه بی ولايت د تانګ شان د فولادو شرکت لخوا په ګډه جوړيږی او د پانګونې عمومی اندازه يې اوه شپېته مليارد يوانو ته رسېدلی ده. د بېجينګ د فولادو شرکت مشر جو جی مين وويل دغه نوی فابريکه په يوويشتمه پېړۍ کې د فولادو صنعت د پرمختګ په برخه کې د تړۍ د لوړې سويې يوه نښه ده.د دغې نوی فابريکې د چاپېريال ارزونه د چين د چاپېريال ساتنې د عمومی ادارې لخوا منظور شوی او د انرژۍ لګښت او د پاک توليد توان به يې نړيوالې لوړې سويې ته ورسيږی.

څاو فی ديان ټاپو د چين د بو های سمندر په خليج کې پروت دی او يو ژور اوبه لرونکی ښه بندر لري چې د دوه لکه او پنځوس زره ټنه بار وړونکيو لويو بيريو د تګ را تګ اړتياوې پوره کولای شي. نو دا د فولادو د انتقال لګښت د کمښت لپاره يو ګټور کار دی. د بېجينګ د فولادو شرکت له لېږدولو راهيسی، د چين حکومت يو لړ تګلارې پلی کړی او اړين ملاتړ يې ور ته برابر کړی دی.

په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکی به په بېجينګ کې د دغه فولادو شرکت توليدی توان څلور مليون ټنو ته کم شي. په ٢٠١٠ کال کې به په بېجينګ کې د دغه شرکت توليدی برخې وتړل شي. د دغه شرکت له لېږدولو وروسته به زوړ ځای د بېجينګ د فولادو شرکت عمومی مقر او د څېړنې يوه اډه وګرځي.