څو ورځې دمخه د بېجينګ د ترانسپورتي چارو د پوهنتون په ګډون د اتو پوهنتونونو څه دپاسه پنځه سوه هغه زده کوونکيو د اولمپيک له سټيديومو څخه ليدنه وکړه چې دوی به د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو په موده کې خدمتونه برابر کړي. د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د پروژو ادارې کارکوونکو د ليدنې په وخت کې په مشخص ډول دغو زده کوونکو ته د دولتی سټيديوم او د لامبو وهلو د دولتی مرکز په اړه د پروژو د حالاتو پيژندنه وکړه.
د معلوماتو له مخې: د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې د روان کال په مارچ کې په اړوندو پوهنتونونو کې د هغو زده کوونکو د روزنې په کارونو پيل کړی چې د بېجينګ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يې کار کړی دی او اړوندو ښوونکو دغو زده کوونکو ته د اولمپيک، په تېره بيا د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د پوهې او معلوماتو په اړه درسونه وکړل.بر سېره پردې،د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې بېلا بېلې څانګې دغو زده کوونکو ته ځانګړی روزنه ورکړه. دغو زده کوونکو د يادې شوې ليدنې له لارې د اولمپيک په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړل چې د بېجينګ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د لا ښه خدمتونو لپاره زمينه برابره کړي. د معلوماتو له مخې: له دې نه مخکې،د چينګ هوا او بېجينګ د پوهنتونونو په ګډون د اتو پوهنتونونو شپږ سوه زده کوونکو هم د اولمپيک د سټيديومونو له پروژو څخه ليدنه کړې وه.
د يو بل خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د انتظامی کميټې د اجباری خدمتونو مرستيال جيانګ شياو يو په مشرۍ د دغې کميټې پلاوی څو ورځې دمخه په مکاو کې د مکاو د خاصې ادارې ناحيې د اولمپيک لوبو د کميټې او د سپورتي ادارې له مشرانو سره کاری خبرې اترې وکړې. برخوالو چارواکيو په مکاو کې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د مشال د ليږدولو لار د ټاکلو په موخه سلامشوره وکړه. ښاغلي جيانګ شياو يو د بېجينګ د اولمپيک له سپورتي لوبو څخه د مکاو حکومت او خلکو د ملاتړ ستاينه وکړه.
د مکاو د اولمپيک د سپورتي لوبو کميټې مشر لان هوا ينګ څرګنده کړه: د مکاو حکومت او خلک په دغه سيمه کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د مشال د ليږدولو لپاره تياری نيولی دی او له دې امله ډېر خوشحاله دی. په همدې ورځ ښاغلي جيانګ شياو يو په يوه ځانګړی غونډه کې د مکاو د بېلا بېلو ساحو کسانو ته د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په اړه د پروژو د حالاتو څرګندونه وکړه.
د يو بل خبر له مخې:د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په موده کې د اولمپيک شل ځانګړي روغتونونه به د لوبغاړيو، خبريالانو او د بېلا بېلو هېوادونوکتونکو ته ځانګړي خدمتونه برابر کړي چې خدمتکوونکی به په چينی او انګليسی دوه ژبو خبرې وکړې شي.د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالو مقرارتو سره سم،د اولمپيک د سپورتي لوبو په موده کې به د اولمپيک روغتونونه يو لړ ځانګړي ادارې سيستم جوړ کړي چې په بشپړه توګه د اولمپيک د لوبغاړيو ، خبريالانو او کتونکو د روغتيايی حالاتو ځارنه وکړای شي .