<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-12 14:18:39    
په اسرائيلو کې د چين ډاکتره لي هونګ فن

cri

ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام وخت رارسيدلی دی.زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کي يم.هيله ده چې د دغه پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ.اوس په اسرائيلو کې نه يوازی په تل ابيب ښار کې ، بلکې په ګوښه ځايونه کې هم ،اسراييليان تل د ماساژ کولو ، ستنو وهلو او د چين د دوديزو درملو له لارې د خپلو ناروغيو درملنه کوي. د چين ډاکترې مېرمن لي هونګ فن په دغه هېواد کې د چين د عنعنوی طب له لارې له هغو ډيرو ناروغانو سره مرسته کړې ده چې په تومور او سالنډی ناروغيو اخته دی . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مېرمن لي هونګ فن په اړه څه ناڅه معلومات وړاندی کړم.

د تل ابيب په پوهنتون کې د چيني عنعنوی طب د نړيوال څيړنيز مرکز په اړه يو کتنځی شته چې دا د چيني مېرمنې لي علمی څيړنېزه اډه ده. په ١٩٩٦ کال کې مېرمن لي د اسرائيلو د تومور کارپوهانو په بلنه د بېجينګ د شي يوان له روغتون څخه اسرائيلو ته ولاړه.

په تل ابيب کې يو شمهور روان پيژندونکی پروفيسر د کولمو په سرطان اخته شو او له عملياتو وروسته د کيمياوی درملنې په وخت کې يې بدن ډېر ضعيف و او هره ورځ يي کانګې کولې چې د وروستی هيلې له مخې د مېرمن لي کتنځي ته ولاړ او د لومړی ځل لپاره يي د ستن وهلو درملنه ومنله . عجيب کار دا و چې د چيني بوټو

لخوا د جوش شوي څاڅکي درمل له خوړلو وروسته يي د کانګو نښه بيخی ليرې شوه او له يو لړ درملنې وروسته يي روغتيا ګام په ګام اعاده شوه ، حتی د کيمياوی درملنې په موده کې يې هم کار ته دوام ورکړ .نو ده په خوشحالۍ سره وويل چې د چين دوديز طب د ناروغيو درملنې لپاره ډير ارزښتناک رول لوبوی .

د سرطان يوې ناروغې له عملياتو وروسته له دې امله چې له کيمياوي درملنې څخه يې ځان نشوای ژغورلی، له ډاکترانو څخه يې وغوښتل چې يوازی د چين عنعنوی درملنه ومنی . مېرمن لي د دې ناروغۍ له څيړنې وروسته باور درلود چې د چين د عنعنوی درملنې له لارې د دې د ناروغۍ حالت کنترولولی شی ، خو دغه عمل د اسراييلی ډاکترانو له نيوکې او شک سره مخامخ شو چې په پايله کې يي د اتو کلونو درملنې له لارې د دغې ښځې ناروغۍ تر اغيزمن کنترول لاندی راغله او د کار توان يي هم اعاده شوی دی . هر کله چې دغه ښځه د ميرمن لي کتنځي ته ځي، مېرمن لي ته ښکلی ګلونه ورکوي او د زړه له کومې مننه ورڅخه څرګندوي. اوس د اسرائيلو د عبرانی ژبې په ويبپاڼو کې د مېرمن لي د ستاينې ډيرې ليکنې ليدل کيږي او مېرمن لي هم د يوې مشهورې او تجربې لرونکې ډاکترې په توګه ډير شهرت موندلی دی .

په طبی ساحه کې د چين دوديزو درملو د رول د پياوړتيا لپاره مېرمن لي هونګ فن د اسرائيلو د تل ابيب پوهنتون له کارپوه تلاشمير سره د چين د دوديزو درملونو په اړه څيړنه کوي چې د اسراييلو د روغتيا وزارت لخوا منظوره شوېده .بر سېره پردې،د څيړنيز لګښت د کمی په حال کې مېرمن لي خپلې پيسې هم لګولی دی چې په پايله کې د پنځو کلونو د کوښښونو له برکته په ٢٠٠١ کال کې ددوی څيړنه

بريالی شوه او د تومور پر ضد ځانګړی درمل يي د چين، امريکا، بريتانيا، المان، فرانسی،سويس،هالند، اسرائيلو او جاپان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې انحصاری حق تر لاسه کړ. برسيره پردې د سالنډی پرضد درمل يي هم په چين ، امريکا،بريتانيا،فرانسی، سويس ، هالند او اسرائيلو کې انحصاری حق تر لاسه کړ چې په نتيجه کې يي د چين دوديز درمل او د درملنو لارې چارې د اسراييليانو لخوا منل شويدي .

په تېرو لسو کلونو کې د څلور زره ناروغانو له بستريزو عملياتو څخه څرګنديږي چې د سالنډی او تومور ضدد دوه ډولونو درملو د موثريت انډول په سلو کې ٩٦ ته رسيږي ، نو دغه دوه ډوله درمل د نړيوالې طبي ټولنې له خوا منل شويدي .د مېرمن لي برياليتوب په لويديځو هېوادونو کې د چين د دوديز طب د پرمختګ او څيړنې لپاره لاره هواره کړېده .

مېرمن لي تل وايي چې زه نه يوازې يوه چينی ډاکتره، بلکې د اسرائيليانو ډاکتره هم يم . د اسراييلو حکومت د مېرمن لي هونګ فن د ځنګړو خدمتونو له امله پر دغې کارپوهې وياړی او په اسرائيلو کې يې د دايمی استوګنې حق ور ته ورکړی دی .