<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-12 18:40:38    
د چين لوبډلې د زاګرب د پينګ پانګ په نړيواله اتلولی کې خپله ستره وړتيا څرګنده کړه

cri

د پينګ پانګ نهه څلويښتمه نړيواله اتلولی د تېرې مې په اوه ويشتمه نېټه د کروتيا په پلازمينه زاګرب کې پای ته ورسيدې. د چين لوبډلې په دغه اوه ورځنيو اتلوليو کې د ټولو پنځو پروګرامونو طلايی او سپينو زرو مډالونه تر لاسه کړل چې د پينګ پانګ لوبې په برخه کې يې خپله ستره وړتيا څرګنده کړه.

د پينګ پانګ نهه څلويښتمه نړيواله اتلولی د مې له يوويشتمې نېټې څخه تر اوه ويشتمې نېټې پوری په زاګرب کې تر سره شوه. د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو هيله درلوده چې برياليتوبونه تر لاسه کړی، خو د سياليو په تر سره کېدو، زياتو لوبغاړو د چيني لوبغاړو لخوا ماتې وخوړه. د سياليو نتيجې د دې پخلی وکړ. د يو کسيزه او دوه کسيزه نارينه سيالۍ، يو کسيزه او دوه کسيزه ښځينه سيالۍ او د دوو کسيزو ګډې مسابقې د پنځو پروګرامونو په وروستيو سياليو کې يوازی چينی لوبغاړی وليدل شول. د چين لوبغاړو نه يوازی د ټولو سياليو طلايی او سپينو زرو مډالونه تر لاسه کړی، بلکی پياوړی ډله ايز توان يې هم څرګند کړ. که څه هم د پينګ پانګ په لوبه کې د چين په دايمی توګه په نړۍ کې لومړی مقام نيسی، خو په دغه اتلولی کې د چين لوبډلې ستر برياليتوب له شلو کلونو راهيسی لومړی ځل برياليتوب دی. د چين د پينګ پانګ ټولنې د مشر مرستيال او د پينګ پانګ د نړيوالی شورا غړی څای جن هوا وويل 

موږ په تېرو کلونو کې تر ټولو ښه برياليتوب تر لاسه کړی دي، اوس ويل کيږی چې د چين د پينګ پانګ لوبې يو نوي پړاو ته رسيدلی دي.

شپږويشت کاله مخکې، په پخوانی يوګوسلاويا کې د پينګ پانګ په شپږدېرشمه نړيواله اتلولی کې د چين لوبډلې يو ريکارد جوړ کړی و. د ټولو پنځو پرګرامونو طلايی او سپينو زرو مډالونو د ګټلو تر څنګ يې د نارينه و او ښځو په ډله ايزو سياليو کې لومړی لمبر هم تر لاسه کړی وو. هغه وخت د چين د پينګ پانګ لوبې په تاريخ کې لومړی طلايی وخت بلل کيږی. د څای جن هوا په اند، د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې د خپل توان له ټيټېدو وروسته، د چين لوبډلې په خپلو کوششونو سره يو ځل بيا يوې نوی طلايی مودې ته رسيدلی دي.

د چينی لوبغاړو په پرتله اروپايی لوبغاړې ناکام ښکاريدل. په تېرو لسو کلونو کې د پينګ پانګ لوبې د نارينه وو په پروګرامونو کې اروپايی لوبغاړی د چينی لوبغاړو عمده سيالان وو. خو په دغه اتلولی کې هېڅ اروپايی لوبغاړی نيمه پايلوبی ته لار نده موندلې. د کارپوهانو په اند، سره له دې چې اروپايی نارينه لوبغاړی د چينی لوبغاړو عمده سيالان وو، خو په وروستيو لسو کلونو کې د دوی تکنولوژی زړه شوی او د چينی لوبغاړو تکنولوژی په پر له پسی توګه پرمختګ شوی ده. نو د اروپا او چين د لوبغاړو تر منځ توپير زيات کړی دی.

د چين لوبغاړی لي جينګ چې د اروپا په ګډه سيالی کې يې ګډون کړی و، د چين او اروپا د لوبغاړو توان تر منځ د توپيرونو په اړه وويل 

اوس د اروپايی روزونکيو نظريې د تېرې پېړۍ د نهمې لسيزې په سويه کې پاتې شويدی او د پينګ پانګ لوبې پرمختګ يې معلوم نه دي. خو چينی لوبغاړو ډېرې نوی تکنولوژی خپلې کړی دي. زما په اند، په راتلونکو لسو او يا شلو کلونو کې هم اروپايی لوبغاړی د چينی لوبغاړو سويې ته نه شی رسيدلی.

د پينګ پانګ د نړيوالې ټولنې مشر ادهام شارارا وويل د اروپا او چين تر منځ توپير عادی دی، ځکه چين د اروپايی هېوادونو په پرتله، دری وړتياوې لري. لومړی، چين د پينګ پانګ لوبې ته په درنه سترګه ګوری. دوهم، په چين کې ډېر تجربه لرونکی روزونکي شته. دريم، په چين کې د پينګ پانګ د مسابقې يوه لوړه سويه لرونکي زمينه برابره شوی ده. نو اوس د چين لوبډله په نړۍ کې تر ټولو پياوړی لوبډله ده او ښايی د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کی د پينګ پانګ لوبې د ټولو پروګرامونو طلايی مډالونه تر لاسه کړي. هغه وويل

د پينګ پانګ لوبې په برخه کې چينی لوبغاړی په نړی کی تر ټولو پياوړی دي، دا ولی؟ زما په اند، د چينی لوبغاړو روزنه کافی ده او چينی روزونکی ډېر وتلی دي، دغه راز په چين کې د لوړې سويې لرونکو لوبغاړو ډلې شته. د دغو دريو لاملونو له کبله، د چين لوبډله پياوړی ده.