<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-12 20:43:45    
په افغانستان کې په غلطۍ سره پر افغاني پوليسو د ايتلافی ځواکونو په يو بريد کې اووه تنه پوليس وژل شوی دي

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان يو چارواکی د جون په دوولسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د امريکا په مشری ايتلافی ځواکونو د جون په يوولسمه نېټه د دغه هېواد په ننګرهار ولايت کې په غلطۍ سره د يو هوايی بريد په ترڅ کې اووه تنه افغان پوليس وژلی او پنځه تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ پوليسو په همدې ورځ وويل افغاني پوليس له وسلوالو طالبانو سره ونښتل، او بيا امريکايې ځواکونو له افغاني پوليسو سره هوايی مرسته وکړه خو په غلطۍ سره يې افغاني پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله.