<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-12 20:49:24    
د افغانستان ملی پوځ او په دغه هېواد کې ايتلافی ځواکونو لږ تر لږه څلورويشت تنه وسلوال کسان ووژل

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په افغانستان کې د امريکا په مشری ايتلافی ځواکونو د جون په دوولسمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل د افغانستان ملی پوځ او په دغه هېواد کې ايتلافی ځواکونو د جون په يوولسمه نېټه په قندهار ولايت کې له ناقانونی وسلوالو کسانو سره جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه څلورويشت تنه وسلوال کسان ووژل.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه افغاني پوځ او ايتلافی ځواکونه د قندهار ولايت د شاه ولی کوټ په سيمه کې د وسلوالو کسانو له يو بريد سره مخامخ شول چې وروسته يې ترمنځ جګړه ونښته. د اتو ساعتو دغې جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه څلورويشت تنه وسوال کسان وژل شوي او يو پوليس ټپی شوی دی.