<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-06-13 18:22:54    
د چين صدراعظم وين جيا باو په کليوالو سيمو کې د پاتی شويو ماشومانو د حال احوال پوښتنه وکړه

cri

د جون لومړی نېټه د ماشومانو نړيواله ورځ وه. د چين صدراعظم وين جيا باو په وروستنې موده کې د شان شي له ولايت څخه د ليدنې په مهال په ځانګړې توګه په کليوالو سيمو کې د هغو ماشومانو د حال احوال پوښتنه وکړه چې په ښارونو کې د خپلو پلرونو او ميندو د کار له امله له خپلو نيکه ګانو او اناګانو سره اوسيږی . صدراعظم وين جيا باو دغو ماشومانو ته د دوی د جشن په هکله مبارکي څرګنده کړه.

د می په ٢٦مه نېټه صدراعظم وين جيا باو د شان شي ولايت د شينګ پينګ علاقه دارۍ د شان چوي په کلي کې د يو ماشوم کور ته ورغی. د دغه ماشوم نوم يانګ سای که دی، پلار او مور يې د چين په جنوب په فو جيان ولايت کې مزدوری کوي چې د يو کال په موده کې بير ته خپل ټاټوبی ته په راتګ کې ستونزی لری . صدراعظم وين جيا باو د يانګ سای که د ژوند او زده کړی حالتو ته ډېره پاملرنه وکړه او له نژدې څخه يې د هغه خپل کتابچه ولوسته. صدراعظم وين جيا باو د دغه ماشوم ستاينه وکړه چې له زده کړی سره مينه لری ، نو ماشوم يانګ سای که ډېر خوشحاله و.

صدراعظم وين باو د يانګ سای که له کور څخه د وتلو په وخت کې په شاو خوا سيمه کې زيات شمېر نور ماشومان هم وليدل. ښاغلي وين جيا باو له ماشومانو سره يو ځای تر ونې لاندی کښيناست او خبرې يې ورسره وکړې ، په هغه وخت کې په دغه کلي کې د خوشحالی چاپيريال خپور و.

صدراعظم وين جيا باو د زده کړې ، ژوند او د ناروغيو د درملنې په هکله له

ماشومانو څخه پوښتنې وکړې او له دې امله چې دوی ټول په زده کړی او ژوند کې ضمانت لری ، ډېره خوشحاله شو. اووه کلنې نجولۍ ليو منګ چي چې پلار او مور يې له ټاټوبی بهر مزدری کوي ، له خپلې أنا سره يو ځای اوسيږي . صدراعظم وين جيا باو په خواخوږې سره له دغې نجلۍ سره خبرې وکړې. د دغې ليدنې په وخت کې صدراعظم وين له نورو نجونو څخه هم پوښتنې وکړې چې په ښوونځی کې يې زده کړه څه ډول ده؟ پلار او مور په کور کې دی که نه؟ د دغو نجونو پلرونه او ميندی ټول په بهر کې کار کوي ، په دې هکله صدراعظم وين وويل دغو ماشومانو خپل پلرونه او ميندی ډېر کم ليدلی دی، دغه مسئله په کليوالو سيمو کې نوې رامنځته کېږي . موږ بايد دغو ماشومانو ته نوره زياته پاملرنه وکړو.

صدراعظم وين جيا باو زياته کړه چې د اقتصاد په پرمختګ سره ډېر بزګران ښارونو ته خوځېدلي او ځوانان له ټاټوبيو څخه په بهر کې مزدوری کوي ، نو ماشومان يې د سپين سرو او سپين ږيرو له خوا روزل کېږي ، نو د بېلا بېلو کچو حکومتونه ، په کليوالو سيمو کې بنسټيزې څانګې ، ښوونځي او ټولنې بايد د ژوند ، زده کړی ، درملنې او امنيت ساتنې په ساحو کې دغه ډول ماشومانو ته پاملرنه وکړي او اړوند نظامونه جوړ کړي چې دوی په سالمه توګه وروزل شي . اوس په چين کې په کليوالو سيمو کې د پاتی شويو ماشومانو شمير شل مليون تنو ته رسيږي . دغې مسئلې د بېلا بېلو کچو حکومتونو لوړه پاملرنه تر لاسه کړې ، خو په بنسټيزه توګه د دغې مسئلی د حلولو په موخه بايد دغه ماشومان په ښارونو کې له خپلو پلرونو او ميندو سره يو ځای واوسيږي .